
طالبان د بېپيلوټه الوتکو په مرسته پر نظامي سيمو بريدونه کوي
کندوز ولايت کې سرچینې وايي، پر نظامي سيمو د طالبانو ډېری بریدونه د بېپيلوټه الوتکو له تصوير اخيستو وروسته کېږي.
ياد ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، درې شپې وړاندې د طالبانو بېپيلوټه الوتکې د کندوز ولايت له ملي امنيت رياست نه تصويرونه اخيستل چې افغان امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او الوتکه ورکه وشوه.














