د هغو کډوالو کیسه چې هیلې یې پر ناهیلۍ اوښتي

په وروستیو کلونو کې چې ګڼ‌شمېر ځوانان له کندوز ولایت څخه بهر هېوادونو ته کډوال شوي، ډېریو یې هیله درلوده چې هلته به خپلو زده‌کړو او کار ته دوام ورکړي، خو هلته د مناسبو کاري فرصتونو نه موجودیت او د هغو کډوالو پر وړاندې د هېوادونو ناسم سیاست او د میکانېزم نه‌شتون لامل شوی چې نه یوازې خپلو موخو ته و نه رسېږي، بلکې له نورو ننګونو سره هم مخامخ شي.

یوازې تېره اوونۍ په څلورو ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، چې یوازې تېره اوونۍ د هېواد په څلور ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي دي.
د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مسوول ذبېح‌الله فرهنګ وايي، یاد ملکیان په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د چسپکي او سړک غاړې ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: هېڅوک د افغانستان راتلونکی نه شي تضمینولی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هېڅوک د دغه هېواد راتلونکی نه شي تضمینولی. د نوموړي په وینا، افغانستان به د هغو ترهګرو پر ګواښونو متمرکز پاتې شي چې له دغه هېواده سرچینه اخلي. هغه دا خبرې پرون له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي. سالیوان زیاتوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن افغانستان ته د خپلو سرتېرو د بیا لېږلو هېڅ پلان نه لري.

په مهمو مسایلو کې افغان ترکانو ته ونډه نه ده ورکړل شوې

یوشمېر ترکان د افغان ترکانو د پیوستون ورځې سره هم‌مهاله وايي چې د دغه قوم پر وړاندې بې‌عدالتي کېږي او د ژوند له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي. د دوی په وینا، افغان ترکان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دولت یې هم په اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

طالبانو بیا نفوذي بریدونو ته مخه کړې

په وروستیو لسو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو نفوذي کسانو په تخار، کندوز بادغېس او غور ولایتونو کې خپل ۹ ملګري وژلي او د پوستو نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.
طالبانو په تېرو شپږو مېاشتو کې نفوذي بریدونه نه وو کړي، خو اوس یې یو ځل بیا ورته مخه کړې ده. د دې ډلې یوه نفوذي کس د وري په ۲۵مه د کندوز د پنځمې امنیتي حوزې مرستیال له دوو سرتېرو سره وواژه او له تجهیزاتو او یوه هاموې ټانګ سره یوځای طالبانو ته ورغی.

د تېرې میاشتې په پرتله د کورونا مثبتې پېښې ۵۰ سلنه زیاتې شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په پرتله د کورونا ویروس په مثبتو پېښو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله د پلازمېنې کابل په ګډون، په ننګرهار، هلمند او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کورونا مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د کورونا خپرېدو افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

که څه هم د نړۍ په کچه د کورونا ویروس له خپرېدو وړاندې هم افغان کډوال بهر هېوادونو کې ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دغه ویروس له خپرېدو را وروسته، د هغوی وضعیت نور هم سخت شوی دی.
ترکیې، ایران او اروپايي هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال وايي، دغو هېوادونو کې کاري محدودیتونو سره مخ دي او روغتیايي امکاناتو ته بشپړ لاس‌رسی نه لري چې هغوی یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د سولې مذاکراتي لوري دې د بیان ازادۍ پر ساتنې او ملاتړ هوکړه وکړي

د بیان ازادۍ کور بنسټ نن د رسنیو له مسوولانو او خبریالانو سره خپله لومړنۍ رسمي غونډه جوړه کړه.
د دغه بنسټ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د بیان ازادۍ لپاره د فضا تنګېدل د اندېښنې وړ وبلل او د سولې له مذاکراتي لوریو یې وغوښتل چې د بیان ازادۍ پر ساتنې او ملاتړ هوکړه وکړي.

پنټاګون: ښایي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي

د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه په خوندي توګه د سرتېرو را وتلو لپاره ښايي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، اوس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو را وتلو لپاره د نورو سرتېرو مرستې ته اړتیا ده او په دې برخه کې د جو بایډن د لارښوونې ښه پلي کېدو لپاره د خپلو ځواکونو شمېر زیاتوي.

شنونکي: امریکا د افغان سیاسي مشرانو خوشحالولو لپاره د ملاتړ خبره کوي

د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې تر اعلان وروسته دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره یې ولیدل.

لغمان کې د والي پر وړاندې د خلکو غبرګ لاریونونه

سلګونو کسانو نن سهار د لغمان والي رحمت‌الله یارمل پر وړاندې غبرګ لاریونونه کړي او له حکومته یې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
لاریونوال چې د مرکز مهترلام ښار عبدالله څلورلارې او کابل‌ـ‌جلال‌اباد پر لویې لارې سرخکانو کې ورټول وو، د لغمان والي رحمت‌الله یارمل یې په دغه ولایت کې پر فساد، غصب، ناکارۍ او قومي شخړو ته پر لمنې وهلو تورن کړ او له حکومته یې وغوښتل چې ژرترژره یې له دندې لرې کړي.

حکمتیار طالبانو ته: د سولې غونډو سره پرېکون مه کوئ

له هغه وروسته چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه راپورونه او د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډې نېټه اعلان شوه، طالبانو وویل، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، د سولې اړوند په هېڅ غونډه کې ګډون نه کوي. اوس د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، که طالبان د جګړې پای او سولې لپاره اراده لري، باید د افغان سولې اړوند غونډو سره پرېکون ونه کړي.

طالبانو په سرپل کې لویې لارې تړلي او خلک ځوروي

د سرپل د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، د دغه ولایت د صیاد، بلخاب، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو د لویو لارو په تړل کېدو سره وضعیت ترینګلی شوی او طالبان د ښار په شاوخوا کې له امنیتي ځواکونو سره جګړې کوي. د دوی په وینا، که دولت ژرترژره پراخ عملیات ونه کړي، انساني ناورین به جوړ شي.

ولسمشر: افغانستان د سقوط پړاو کې نه دی

ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغانستان د سقوط په پړاو کې نه دی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هېواد او خلکو د دفاع وړتیا لري. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام په انلاین ډول د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په غونډه کې کړې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، محمداشرف غني په دې غونډه کې ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له کلونو راهیسې ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول کوي.

هېواد کې د درمل پلورونکو کاربندیز

د کابل ښار درمل پلورونکي د اعتراضونو او لاریونونو په ۱۰مه ورځ اړ شول چې کاربندیز اعلان کړي.
د افغانستان د درملو خدمتونو د ټولنې مسوولان حکومت د درملو واردولو پر انحصار تورنوي او وایي، حکومت د دوی په نه موجودیت کې پریکړه کړې چې د درملو واردول یو څو مشخصو شرکتونو ته وسپاري.