د هوا سوړوالی او هغه قابله چې مرګ یې ومانه؛ د نړۍ بام ته د رابعې د سفر کیسه

هېڅ ډاکټر تیار نه دی چې د امیندواره مېرمنو د درملنې لپاره د هېواد یوې تر ټولو لرې سیمې ته ولاړ شي. د بدخشان محلي ادارې څو ځله د پامیر د ښځو لپاره د قابله‌ګۍ بست اعلان کړ، خو هېڅ ښځه تیاره نشوه چې هلته ولاړه شي.

پر اوربند د ولسمشر او عبدالله ټینګار

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، لیکل شوي چې په یاده ناسته کې د ولسمشر مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه‌ييزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

افغانستان نړیوالې ټولنې ته: طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسئ

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت له پاکستان او خپلو نړیوالو شریکانو غواړي چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په پرخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یې د سولې بهیر پر وړاندې ځینې ننګونې هم را ولاړې کړې دي.

افغانستان؛ هغه هېواد چې ۱۰ ميليونه وګړي يې بې‌دندو دي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، افغانستان کې ۱۶ میلیونه کسان د کار کولو پر شرایطو برابر دي؛ خو د کورونا ویروس خپرېدل او ناامني د دې لامل شوې چې یوازې ۶ میلیونه  وګړي کار وکړي او ۱۰ میلیون نور بې‌دندو وي.

د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي نن  په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکړې» په برنامه کې وویل، کورونا ویروس  د هېواد پر اقتصادي ودې منفي اغېزه کړې.

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۷۷ مثبتې پېښې او د ۸ کسانو مړينه

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه کړي او ۷۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۵۹۳ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۵۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۵ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر چاودنې يو کس وواژه او دوه ټپيان کړل

د افغانستان بانک وايي،  نن یکشنبه ۱۳۹۹ کال د سلواغې د میاشتې پر پنځمه د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون د رییس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې يو ساتونکی وژل شوی دی.

له ياد بانکه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون رییس عبدالله دوراني او يو بل کس ټپي شوی هم دی.

جګړې د وطن د میندو زړونه اوبه کړي؛ نور سوله غواړي

د جګړې د ګردونو او د وسلو د باروتو په منځ کې د جوزجان د ولسوالیو پر لور روان وم. کوچني ماشومان له جګړې پاتې او ویجاړو دېوالونو ترمنځ د خپلو پلرونو راتلو ته شېبې شمېرې او د هغو د لیدو لپاره په هر موټر پسې منډې وهي.
د ماشومانو لوڅې پښې او مایوسې څېرې او خپلو ځامنو ته په تمه میندې د هر انسان زړه ټوټه ټوټه کوي. زه هغو کورونو ته ورغلم چې جګړې یې له ماشومانو د پلار مینه او له میندو هم د خبرو کولو وسه اخیستې ده.

۱۳۹۹ کال کې د ملکي هوايي چلند ادارې په عوایدو کې ۹ سلنه کموالی راغلی

د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولان وايي، په ۱۳۹۹مالي کال کې د یادې ادارې عوایدو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی.

د ملکي هوايي چلند ادارې ريیس محمد قاسم وفايي‌زاده نن «شنبه، د دلوې څلورمه»  کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل، د دوی ارزونې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې د یادې ادارې په عوایدو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی.

هرات؛ په دوو میاشتو کې ۲۴ ملکیان وژل شوي او ۵۱ ټپیان دي

په هرات کې د ملکي وګړو د ساتنې کاري ډلې له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال په لیندۍ او مرغومي میاشتو کې د دولت او طالبانو ترمنځ په مخامخ نښتو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.
د دغو شمېرو له مخې، په داسې حال کې چې د همدغه کال په تلې او لړم میاشتو کې د نښتو پر مهال یوازې ۱۰ ملکیان وژل شوي وو.

د پولیسو هېڅ مسوول پر ټولنیزو رسنیو د تصویر خپرولو حق نه لري

کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو هېڅ مسوول حق نه لري چې خپل تصویر پر ټولنیزو رسنیو خپور کړي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین دا موضوع پر خپلې ټویټرپاڼې خپره کړې او لیکلي یې دي چې د هر امنیتي مسوول له لوري ځانته کېدونکي تبلیغات د پوښتنو ګرېوګنو عواقب له ځان سره لري.

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۵ کسان مړه شوي ۳۶ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۵ کسان مړه کړي او ۳۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۸۸۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۱ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۱ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک ارزوي

د امریکا نوی حکومت غواړي چې له وسله‌والو طالبانو سره د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د سولې شوی هوکړه‌لیک وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې امیلي هارون ویلي، د جو بایډن اداره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک ته د دې ډلې ژمنتیا او نه ژمنتیا وارزوي.

زابل کې طالبانو ۵ پوليس وژلي او ۶ يې ټپيان کړي

د زابل په شاه‌جوی ولسوالۍ کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي چې له کبله يې ۵ پوليس وژل شوي.

د ماليې وزير عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه شو

د جمهوري رياست د چارو د ادارې له لوی رياسته په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت رييس په بېلابېلو حکمونو کې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ګوښه کېدل او د محمد‌خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه منظور کړي دي.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې۳ کسان مړه کړي او ۷۶ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره يوه شپه او ورځ کې  د کورونا  ۱۸۴۷ شکمنې پېښې کتل شوي چې له دې ډلې ۷۶ يې مثبتې ختلې دي.

دغه مثبتې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، تخار، بغلان، کندز، بدخشان، کاپیسا، هلمند، کونړ، غور او سرپل ولايتونو کې ثبت شوې دي.

بغلان او نيمروز کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي

په بغلان او نيمروز ولايتونو کې سرچينې وايي، د طالبانو په بريدونو کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او ۹ نور ټپيان دي.

نيمروز کې يوه سرچينه  چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولايت د چخانسور ولسوالۍ « هليلی» سيمه کې پر يوې پوستې ډله‌ييز بريد کړی چې له کبله يې ۶ پوليس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي او همداراز طالبانو د پوستې ټول تجهيزات له ځانه سره وړي دي.