ولسي جرګه: حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه یرغمل نیولې

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه یرغمل نیولې او ولسي جرګه له دې کبله چې د بودیجې سند یې رد کړی، د حکومت تر برید لاندې راغلې ده.

د يادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یو شمېر وکیلانو د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې په تصویب کې ځنډ او د یادې جرګې له لوري د بوديجې سند د ردېدو په تړاو د شخصي لاملونو له کبله د یادې جرګې د تورنېدو ترڅنګ وایي، حکومت د عامه افکارو په تحریفولو سره پر بوديجې ولکه خپله کړې.

عبدالله: د سولې خبرو کې د ښځو پر حقونو هېڅ معامله نه‌کېږي

د ملي پخلاينې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله وايي، قطر کې د حکومت مرکه‌چي پلاوی به د مقابل لوري پر وړاندې د سولې مذاکراتو کې د مېرمنو حقونو څخه دفاع وکړي او وايي، د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو مسله افغان حکومت ته ارزښت لري او هېڅ ډول معامله به پرې ونه‌شي.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې ۸ کسان مړه کړي او ۳۷ نور پرې اخته شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۷۲۹ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د باختر د سرو زرو خزانې د لوټلو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه

د ولسي جرګې غړي وايي، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده.
د ولسي جرګې رییس او یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د اندېښنې تر څنګ وویل، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده او هېڅ تضمین نشته چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې دې بهر ته قاچاق نه شي.

د دویم مقاومت جوړېدل؛ د ملي روغې جوړې شورا خبر ورکړ

د ملي روغې جوړې شورا سلاکار عبدالبصیر سالنګي په سالنګ کې د عام وژنې ۳۲م تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د دویم مقاومت پر جوړېدو کار روان دی او که د سولې خبرې ناکامې شي، دغه مقاومت به جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د ۵ زره طالب بندیانو له خوشې کولو سره سره دا ډله لا هم پر جګړې ټینګار کوي او په تېرو ۸ میاشتو کې د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

طالبانو د سولې خبرو پر ځای، سفر ته لومړیتوب ورکړی

د طالب ډلې یو پلاوی په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرو له پيلېدو څه باندې دوه اوونۍ وروسته ایران ته تللی دی.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند محمدنعیم ویلي چې یاد پلاوی د ملاعبدالغني برادر په مشري او د ایران په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی دی.

اروپايي اتحادیې د کورونا پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره ۳۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ اعلان کړی چې دغې اتحادیې د کورونا پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانانو د ملاتړ په موخه ۳۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغې استازولۍ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې پیسې به د کورونا ویروس د مخنیوي او په افغانستان کې یې د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو کموالي په برخه کې ولګول شي.

د پولیو اړوند د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان پر کار د روغتیا وزارت نیوکه

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف اداره چې ماشومانو ته د پولیو واکسین د پروګرام مسوولیت لري، په سم ډول یې خپل کار نه دی کړی او دغه وزارت ته یې په راپور ورکونه کې لازمه روڼتیا نشته.

لوګر کې د طالبانو پر زندان د کومانډویانو عملیات؛ ۲۲ بندیان را خوشې شول

په لوګر ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول‌اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان محمدیاسین سداد وايي چې افغان کومانډو ځواکونو د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۲ بندیان چې ملکیان او نظامیان په‌کې دي، را خوشې کړي دي.
نوموړي سلام وطندار ته وویل، یاد عملیات بېګاه د څرخ ولسوالي په اب‌جوش سیمه کې د طالبانو پر یوه مهم مرکز شوي دي.

ننګرهار کې «د جلال‌اباد خواړه» په نوم لومړنی نندارتون جوړ شو

د «جلال‌اباد خواړه» د هغې مېلې او نندارتون نوم دی چې په لومړي ځل په‌کې د ننګرهار مشهور خواړه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د خوړو دغه مېله او نندارتون چې بېلابېل کرنیز توکي، لاسي صنایع او نور کورني تولیدات او محصولات په‌کې نندارې ته اېښودل شوي، پرون د جلال‌اباد ښاروالي او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شو چې نه به هم دوام ولري.

طالبان د سولې خبرو ځنډولو لپاره پلمې لټوي

په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرې اترې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، خو تر اوسه د دواړو لوریو د مرکچیانو له لوري په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دولت د سولې مرکچي پلاوي نن پر ټویټر لیکلي چې ځینې کسان د سولې خبرو د ځنډولو لپاره پلمې لټوي.

ارغندیوال: ارګ کې ځانګړې کړۍ خپلې ګټې پالي

د مالیې وزارت ګوښه شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په ارګ کې پر یوې ځانګړې کړۍ د نیوکې تر څنګ وویل، هر وخت چې د دې کړۍ ګټې زیانمنې شي، د ساتلو لپاره یې هر ډول توطیې ته لاس اچوي.

د هرات د امنیه قوماندان د ګوښه کولو لپاره ۹ ورځنی ضرب‌الاجل

د هرات ولایتي شورا، د سوداګرۍ خونې، د صنعتکارانو ټولنې، کسبګرو، ډاکټرانو، صرافانو او د دغه ولایت یوشمېر نورو اصنافو نن د هرات په ولایتي شورا کې د یوې غونډې پر مهال په هرات ښار کې پر انسان تښتونې، ترور او وسله‌والو غلاوو نیوکه وکړه.

«حکومت د هغو وکیلانو خپلوان ګوښه کوي چې بودیجې ته یې سور کارت کارولی»

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي چې حکومت د هغو وکیلانو خپلوان له دندو ګوښه کوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې ته یې سور کارت کارولی، څو وینا یې، پر دوی فشار راوړي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت د سیاسي او اداري اخلاقو له په پام کې نیولو پرته د غچ اخیستو په توګه د وکیلانو خپلوان له دندو ګوښه کوي.