سږ کال ۳۲۷ افغانانو د تابعيت د ترک غوښتنه کړې

د عدلیې وزير فضل‌ احمد معنوي وايي، د ۱۳۹۹کال له پيله تر اوسه پورې ۳۲۷ افغانانو د اروپايي او اسيايي هېوادونو د تابعيت اخيستو لپاره د افغانستان د تابعيت د ترک غوښتنه کړې ده. نوموړي څرګندونې «ملت ته د حساب ورکړې» په پروګرام کې وکړې.

معنوي وويل، دغو کسانو د ایران، اتریش، هالنډ، روسیې، اذربایجان، جاپان او اندونیزیا تابعتونه ترلاسه کړي او د افغاني تابعیت د پرېښودو پرېکړه یې کړې ده.

پکتیا کې د جګړې غندلو او د سولې په ملاتړ مشاعره جوړه شوه

لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.
دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینه‌والو او ګڼ‌شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

۲۰۲۰ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې ۲۶ سلنه ډېروالی

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکيو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.

دغې کمېټې په خپل راپور کې ويلي، په دې پېښو کې ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند شامل دي.

د کانګرېس راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو پروګرام وځنډوي

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.

د افغانستان په زندانونو کې يو پر درېيمه زندانيان شکنجه کېږي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما د «شکنجې راپور» کې ويلي،  په افغانستان کې د امنيتي او ترهګريزو مسلو اړوند يو پر درېيمه زندانيان ادعا کوي چې شکنجه او يا يو ډول ناسم چلند ورسره شوی دی.

د يوناما دغه راپور چې نن خپور شوی راغلي، د بندیانو له لوري د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې د تورونو کچه لوړه او له زنداني شويو کسانو سره د چلند حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي.

غور کې طالبانو له ۱۰۰ جريبو ډېره ځمکه او زرګونه ونې سوځولي

طالبانو په غور ولايت کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، مېوه لرونکې او بې مېوې ونې له منځه وړي او بيا يې سوځولي دي.

د غور د چهارسدې ولسوال عزت‌الله عزیزي وايي، وسله‌والو طالبانو له ۱۷۹جريبه ډېره کرنيزه او د څارويو د څرولو ځمکه او ۲۵ زره مېوه لرونکې او بې‌مېوې ونې اول له منځه وړي او بيا يې سوځلي دي.

ننګرهار کې ناپېژنده کسانو د «سولې او ازادۍ» سوداګریز انسټېټیوټ سوځولی

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي چې ناپېژنده کسانو بېګاه د دغه ولایت په مومندرې ولسوالي کې د «سولې او ازادۍ» سوداګریز انسټېټیوټ سوځولی او تښتېدلي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د یاد انسټېټیوټ دوه ټولګي او تجهیزات سوځېدلي او په وینا یې، مسوولو کسانو لګول شوی اور مړ کړی او د عاملانو د پېژندنلو او نیولو هڅې یې روانې دي.

ګمرکونو کې د سکنرونو نه فعالېدل د فساد او زعفرانو د قاچاق لامل شوی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي نن ملت ته د دولت د حساب‌ورکونې په غونډه کې وویل، سره له دې چې په ګمرګونو کې د پرمختللیو سکنرونو په لګېدو سره به د افغان محصلاتو د قاچاق کچه را ټیټه کړي، خو په یوشمېر ګمرکونو فعال نه دي.

هېواد کې د برښنا بندونو جوړولو لپاره د پاکستان هوکړه په‌کار ده

د افغانستان برښنا شرکت ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په پروګرام کې د دغه شرکت یو کلن راپور وړاندې کړ.
د دغه شرکت مسوولان وايي، د افغانستان ۷۷ سلنه برښنا وارداتي ده او یوازې ۱۶ سلنه یې له کورنیو سرچینو او خصوصي سکټور نه برابرېږي.