افغان دولت د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په اړه د ناټو د ژمنو تازه کېدو هرکلی وکړ

افغان دولت له افغانستانه د ناټو د ملاتړ دوام هرکلی وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان دولت د ناټو د هغې اعلامیې هرکلی کوي چې له مخې به یې دغه سازمان خپلو سرتېرو له اېستلو وروسته هم د افغانستان، په تېره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

حکومت پر سیدالشهدا ښوونځي د برید په څېړلو کې پاتې راغلی

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سید الشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زده‌کوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شولې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي چې تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.

د ناړۍ ولسوالي ښوونکي: پر وخت معاشونه نه راکول کېږي

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.

دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

پکتیا کې د کارخونو فعالیتونه ۴۰سلنه راکم شوي

په پکتیا ولایت کې د کارخونو لپاره د ځانګړو شویو ځمکو نشتوالي او په دغه ولایت کې روان ناسم امنیت وضعیت د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د کارخونو فعالیت تر ۴۰ سلنې راټيټ شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، د کارخونو د ځمکې نشتوالي یو‌شمېر پانګوال اړ کړي چې خپلې شتمنۍ له پکتیا څخه د هېواد نورو سیمو او حتا له افغانستان څخه د باندې ولېږدوي.

له طالبانو د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو هڅې

امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیول لپاره د دوی هڅې روانې دي او ډېر ژر به دغه ولسوالي له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیسي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، له وسله‌والو طالبانو څخه د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات پیل شوي او ډېر ژر به دغه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

طالبانو لوګر کې له جګړې پرته د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې

د لوګر ولایت یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴ بجې د بره کي برک ولسوالي اړوند د«لب‌جر» امنیتي پوستې له جګړې پرته سقوط کړی او سرتیري یې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. سرچنیه وایي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د محمداغې ولسوالي پر بېلابېلو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ګاونډیو هېوادونو کې د کورونا ناورین افغانستان ته د کډوالو څپې راماتې کړي

په ایران کې د کورونا ویرووس له خپرېدو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېرافغانان له دې وېرې چې پر دې ناروغۍ به اخته چې اړ شول چې خپل هېواد ته را وګرځي. ۳۰کلن عبدالوهاب سلیماني د زابل ولایت اوسېدونکی دی، نوموړی هم کورونا اړ کړی چې له ایران څخه خالي لاس بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

طالبانو د ميدان وردګ جلرېز ولسوالي نیولې

د ميدان وردګو د‌ ولايتي شورا غړی شريف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته وایي چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د‌ ميدان وردګو ولايت جلرېز ولسوالي له پنځه ورځنۍ کلابندۍ وروسته د طالبانو لاس ته لويدلې ده.

 هوتک زياته کړه چې د جلرېز ولسوالي امنيه قوماندان له خپلو ۳۵امنيتي ځواکونو سره يو ځای طالبانو ته تسليم شوی او ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده.

په تېرو دوو ورځو کې هلمند او غور کې ۱۶ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په هلمند او غور ولایتونو کې د جګړو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ملکیان وژل شوي دي. دغه کمېسیون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې ډېره بیه ملکلیان پرې کوې او هر څه ژر دې روان تاوتریخوالی ودرول شي، تلپاتې اوربند او د سولې ټينګښت لپاره دې زمینه برابره شي.

وسله‌والو طالبانو زابل کې د یوه قومندان په ګډون ۵پولیس وژلي

د زابل د ولایتي شورا  رییس عطا‌جان حق‌بیان سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د «شهر صفا» ولسوالي پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې د دې ولسوالي د امنیه قومندانۍ د قرارګاه قومندان له څلورو پولیسو سره وژل شوي دي.
 حق‌بیان وایي چې په دې نښته کې ۷وسله‌والو طالبانو هم وژل شوي او یو‌شمېر سپکې او درنې وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

افغانستان کې پر سرطان ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې شمېر ډېر شوی

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په جوړه شوې غونډه کې د یادې ناروغۍ له کبله هېواد کې د مړینو شمېر زیاتېدو خبر ورکوي او وایي چې په تېر یوه کال کې د کورونا ویرووس له خپرېدو او د الوتنې بندېدل، د دې لامل شوي چې د سرطان ناروغۍ ډېره شي.

د کلات ښار امنیتي وضعیت په اړه د زابل د ولایتي شورا اندېښنې

 په کوچني اختر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته په یو‌شمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو بریدونو زور اخیستی چې ورسره د دغه ولایتونو د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولي دي.

د لغمان دولت شاه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

یوې باوري حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له‌ خوا نیول شوې ده. سرچنیه وایي چې دغه ولسوالي وروسته له هغې د طالبانو لاس ته ولوېده چې بېګاه شپه له دغه ولسوالي ټول امنیتي سرتېری ایستل شوي وو.

د نسل وژنې ادعا ثابتولو په برخه کې د وګړو مسوولیت څه دی؟

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي خونړی برید وه شو چې د ورکړل شویو رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې څه باندې ۸۰ کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول. له دغه بریدو وروسته د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې هزاره وګړي له نسل وژنې سره مخ دي او حکومت اړ دی، څو د نړیوالو قوانینو او حقونو پر بنسټ له دغه وګړو څخه ساتنه وکړي.

فاریاب کې د اعتراضونو پر دوام د ولسي جرګې د غړو اندېښنې

تېره دوشنبه محمد‌داوود لغماني د فاریاب ولایت د پوځ په لومړۍ لوا کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو چې ورسره د فاریاب ولایت اوسېدونکو د اعتراض په توګه  یې د ولایت مقام دروازه وتړله او د اعتراض خېمه یې ووهله. فاریاب ته د نوي والي د ټاکل کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو دوام د ولسي جرګې د یو‌شمېر غړو اندېښنې هم راپارولي دي.