محب: له پاکستان سره مو اړیکې اوس هم ښې نه دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له پاکستان سره د افغان حکومت اړیکې اوس هم ښې نه دي او له نوموړي سره د پاکستاني چارواکو د اړیکو نه پالل به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هېڅ راز اغېز ونه لري. نوموړی وايي، د پاکستاني چارواکو له لوري شوې څرګندونې له ډېپلوماټيکو اصولو سره په ټکر کې دي او که چېرې په دې اړه د پاکستان له لوري افغان حکومت ته رسمي څه وویل شول، اړونده افغان ډېپلوماتیکې ادارې به یې ځواب ورکړي.

خلکو ته د روغتیا وزارت خبرداری؛ که کورونا جدي ونه ګڼئ، ټول به پرې اخته شئ

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې ورځ تر بلې د کورونا مثبتو پېښو ډېروالي ته په کتو خبرداری ورکوي، که خلک کورونا جدي ونه ګڼي او د دغه وزارت روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، وضعیت به نور هم ترینګلی شي. بله‌خوا نن په شپاړسو ولایتونو کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه د دوو اوونیو لپاره رخصت شول.

کندهار کې پر ناروغیو د ماشومانو اخته کېدو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول محمد صدیق سلام‌وطندار ته ویلي چې سږ کال د تېر هغه په پرتله پر بېلابېلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
نوموړی د تودوخې لوړه کچه، وچکالي، جګړې او د کورنیو نه پاملرنه پر نس‌ناستې، خواګرځۍ او ځینو نورو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو لاملونه بولي.

کندوز کې اړمنو کورنیو ته د ملي دسترخوان مرستندویه کڅوړې رسېدلي

له هغه وروسته چې سلام‌وطندار د ۱۳۹۹ کال د جدې په یوولسمه نېټه په کندوز کې پر اړمنو کورنیو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو ناعادلانه وېش په اړه راپور خپور کړ، د کندوز اوسېدونکو وویل چې یادې مرستې پر اړمنو کورنیو نه وېشل کېږي او مسوولان د پراختیايي شوراګانو له رییسانو او ګذر وکیلانو سره په ګډه یې پر خپلوانو وېشي.

محقق: نړیوال باید اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند رییس محمد محقق وايي، نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.
نوموړي دا څرګندونې نن د داوود داوود او شاه‌جهان نوري د لسم تلین په نمانځغونډه کې وکړې.

مارک مېلي: د افغان ژباړونکو د را اېستلو پروګرام په چټکۍ روان دی

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وايي، هېواد یې تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له را اېستلو مخکې د هغو افغانانو د را اېستلو پر پروګرام کار کوي چې له امریکايي سرتېرو سره یې کار کړی دی.
د هغه په وینا، اوس هغه کسان چې د امریکا لپاره یې کار کړی، د طالبانو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د تخار ولایت پر کروندو د ملخانو یرغل

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي کروندګر او د کرنې رییس وایي، ملخانو د دغه ولسوالي پر شنو فصلونو یرغل کړی دی. دوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې درې اوونۍ وړاندې د امو سیند له هغې غاړې له تاجکستان هېواد څخه ملخانو د تخار ولایت د دشت‌قلعه ولسوالي د کروندګرو پر فصلونو یرغل کړی او د کروندګرو غله‌جات او سبزي یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

ناامني او افغانان له تاوتریخوالي د ناخوالو پر لور

په دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو په زیاتېدو سره افغانانو تر نورو زیات درېو هېوادونو پاکستان، ایران او ترکیې ته مخه کړې، خو ګڼ‌شمېر دغه افغانان چې له نامنظمو لارو یې سفر کړی، په لاره کې یې ګڼې ستونزې  ګاللي دي.

غوریانو د ۷ مسافرو د وژلو غبرګون کې د غور‌-‌کابل لویه لاره وتړله

غوریانو د غور‌-‌کابل او غور‌-‌هرات پر لویو لارو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې او دفاع په موخه یاده لاره وتړله. د غور اوسېدونکي او د ولایتي شورا یوشمېر غړیو د دغه ولایت په لعل‌وسرجنګل ولسوالي کې لومړی یوه شورا جوړه کړه او بیا یې د همدغې شورا د پرېکړې له مخې، د ۷ مسافرو د وژلو په غبرګون کې د غور‌-‌کابل لویه لاره وتړله.

د افغان ځواکونو پر ملاتړ د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټینګار

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په یادو ټیلیفوني خبرو کې چې پرون وشوې، دواړو لوریو د امنیتي او ترهګرۍ ضد همکاریو په اړه بحث کړی دی.

د سیمې هېوادونو کې ډېری کارګر ماشومان افغانان دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال اجمل شاه‌پور نن په افغانستان کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو پروژې د پروګرام په پرانیست‌غونډه کې وایي، د کورنیو د پوهاوي د کچې ټيټوالی او ماشومانو ته په کمه سترګه کتل، د دې لامل شوي چې دوی تر ډېره زیان وویني.

ولسي جرګه د مالیې وزارت سرپرست ته: په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه په ډاګه کړه

د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د مالیې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د ګمرکونو په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه په ډاګه کړي.
د دغه وزارت سرپرست خالد پاینده‌ تېره اوونۍ د دې جرګې یوې غونډې ته وویل چې په ګمرکونو کې د ورځې شاوخوا ۸ میلیونه ډالره غلا کېږي.