نورستان کې سېلابونه؛ تر اوسه ۶۵ جسدونه پیدا شوي

د نورستان چارواکي وايي، د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د سېلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له جملې تر اوسه ۶۵ جسدونه موندل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې د سېلاب وړیو په ډله کې مېرمنې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي.

د شبرغان د نیولو لپاره د پاکستاني متقاعد جنرال پلان ناکام شو

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د دویمې لوا مسوولان وايي، پاکستاني وسله‌والو له طالبانو سره یوځای غوښتل چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ونیسي، خو ناکام شول. د دغې قول‌اردو د دویمې لوا قوماندان عبدالغني نظامي وايي، یاد پاکستانی متقاعد جنرال شیخ مطیع‌الله نومېږي او پلان یې ور شنډ کړی دی.

د جګړې زیاتوالي د بیان ازادي زیانمنه کړې

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو او د امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې زیاتېدو د بیان ازادي ته چې په وروستیو شلو کلونو کې د هېواد مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي، سخت زیان اړولی دی.
د دغه سازمان په خبره، د طالبانو له لوري د یوشمېر ولسوالیو په نیول کېدو سره د اطلاع رسونې بهیر له خنډ سره مخ شوی دی.

طالبانو په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژلي

د سولې په چارو کې د دولت وزرت مسوولانو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د روان لمریز کال لومړیو څلورو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله ۵ زره او ۵۸۷ ملکیانو او نظامیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پر شپږو ګمرکونو د طالبانو کنټرول ملي عواید کم کړي

په هرات کې د اسلام‌کلا او تورغونډۍ، فراه کې د ابونصر فراهي، تخار کې د ای‌خانم، کندوز کې شېرخان او پکتیا کې ډنډپټان هغه شپږ ګمرکونه دي چې د چارواکو په وینا، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

ولسمشر: د افغانستان د ورانۍ لپاره پردیو طرحو ته نه تسلیمېږو

ولسمشر غني نن په ارګ کې د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په غونډه کې وویل، هېڅکله به د پردیو هغو طرحو ته تسلیم نه شي چې له هېواده بهر جوړېږي او غواړي افغانستان د جګړې پر ډګر بدل کړي.
هغه له طالبانو وغوښتل، که ملي ګټو ته ژمن وي، د هېواد د ورانۍ لامل دې نه کېږي.

نورستان کې سېلابونو یو کلی وړی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د میردېش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره وړي دي. د هغه په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لسګونه کسان په‌کې مړه شوي هم دي. نوموړی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

اسټرالیا: د طالبانو له لوري د ملکیانو وژنه د اندېښنې وړ ده

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره ماریس پین وایي چې افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د تاوتریخوالي دوام، د ملکیانو زورول په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو شکنجه د اندېښنې وړ ده. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره نن په یوې ټيلیفوني اړیکه کې کړې دي.

یوناما طالبانو ته: که جګړه بس نه کړئ؛ منزوي به شئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډې ته په وینا کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې اصلي عاملان وسله‌وال طالبان دي او که چېرته دغه ډله له جګړې لاس وانخلي، منزوي به شي. مېرمن لاینز وایي چې دوی د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو ټولې کړنې تر څار لاندې نیولي دي.

جګړې ځپلی کندهار؛ خلکو د اوربند او سولې غږ اوچت کړ

لسګونو کندهاریانو نن په دغه ولایت کې لاریون وکړ او د جګړې له لوریو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی بس او اوربند وکړي.
معترضانو چې په یوه خوله یې د خپلې بې‌وسۍ او د جګړې درېدو شعارونه ورکول، وویل چې کندهار ښار کې جګړې او بمبار اووه زره کورنۍ بې‌ځایه کړي او هره ورځ یې له کبله له لسو ډېرو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

دایکندي کې د یوه کس دوه‌کلن راځړېدلی جسد موندل شوی

د دایکندي د کیتي ولسوالي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغې ولسوالي د کیسو ولسوالي اوسېدونکو دوه ورځې وړاندې په یوه غار کې د خځلو را ټولولو پر مهال له یوه راځړېدلي جسد سره مخامخ شوي او بیا یې د یادې ولسوالي امنیه قومانداني پرې خبره کړې ده.

نړیواله ټولنه له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

د افغانستان د سولې کور د هېواد اوسنی وضعیت پېچلی او د اندېښنې وړ بللی دی. د دغه بنسټ د مشرتابه پلاوي غړی عبدالله رسولي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم د هېواد روان وضعیت ګونګ او د وړاندوینې نه دی، خو حکومت له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره کوم ځانګړی پلان ترلاس لاندې نه لري.

طالبان په نیول شویو بندرونو کې پر پاسپورټونو دخولي او خارجي ټاپې لګوي

وروسته له هغې چې طالبانو د هېواد یو‌شمېر مهم سوداګریز بندرونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، اوس داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبان په دغو بندرونو کې له هېواده بهر د تلونکو او راتلونکو مسافرو پر پاسپورټونو ټاپې لګوي.