
عمران خان: تر هغه چې ولسمشر غني په واک کې وي، طالبان سوله نه کوي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، تر هغه چې ولسمشر محمداشرف غني په واک کې وی، طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.
هغه دا خبرې تېره ورځ په اسلاماباد کې له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې کړې دي.














