هېواد ته د ای‌اېس‌ای د رییس راتګ او پر پنجشېر د پاکستان او طالبانو هوايي بریدونه

کابل ته د پاکستان د استخباراتو یا ای‌اېس‌ای د رییس فیض حمید راتګ پر ټولنیزو رسنیو د افغانان ګڼ غبرګونونه راوپارول. نن هم ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې پر بنسټ یې، پاکستاني ځواکونو بېګاه د نوموړي له سفر وروسته پر پنجشېر د طالبانو په ملاتړ بریدونه کړي دي.

شنونکي: کابل کې د ای‌اېس‌ای د رییس حضور د پنجشېر جګړې لوری بدل کړ

د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي او د احمد مسعود سکرټر عبدالودود ذره بېګاه د طالبانو په برید کې ووژل شول. په همدې حال کې سرچینې پر پنجشېر د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د بمبار خبر ورکوي. شنونکي بیا باور لري چې د پاکستان د استخباراتو رییس د پنجشېر جګړې په مدیریت کې رول درلود او د پاکستاني ځواکونو موجودیت د جګړې لوری بدل کړ.

ملګري ملتونه افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه غونډه جوړوي

 د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفان دوجاریک وایي چې دغه سازمان په افغانستان کې د اړتیاوو ډېرېدو ته د رسېدو په موخه به ډېر ژر د بشر‌پالنې یوه ناسته جوړه کړي. د نوموړي په وینا، تمه ده دغه ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه جوړه شي او د ملګرو ملتونو مشر راتلونکې اوونۍ سویس ته ځي، څو دغه ناسته د وزیرانو په کچه جوړه کړي.

د ای‌اېس‌ای مشر د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو حل لپاره کابل ته راغلی

پاکستاني رسنیو پرون رپوټ ورکړ چې د ای‌اېس‌ای مشر فیض حمید د طالبانو په غوښتنه کابل ته تللی او ټاکل شوې طالب چارواکو سره وګوري. سیاسي کارپوهان کابل ته د فیض حمید د راتلو لامل د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل بولي او وايي، د دغو ننګونو ژوروالی لامل شوی چې پاکستان یې د حل لپاره ګام پورته کړي.

کابل او ننګرهار کې د طالبانو هوايي ډزې؛ ۱۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بېګاه شاوخوا نهه بجې کابل او ځینې نور ولایتونه د طالبانو د سختو هوايي ډزو شاهدان وو.
د طالبانو د مسوولانو په وینا، په یادو هوايي ډزو کې ۱۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. که څه هم طالبانو نه ده روښانه چې په دغو کسانو کې څو کسان وژل شوي او څو یې ټپیان دي، خو د راپورونو له مخې، یوازې په کابل کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

هېواد کې وزګارتیا؛ د ګڼ‌شمېر افغانانو لپاره د ژوند دوام ستونزمن شوی

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو نږدې درې اوونۍ کېږي چې ورسره ډېری هېوادوالو خپلې دندې او کارو‌بار له لاسه ورکړی او هېواد کې د وزګارتیا له امله ګن‌شمېر کسان له ستونزو سره مخ شوی دی. د دولتي ادارو کارکوونکي د ادارو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وایي چې اوس بې‌برخلیکه دي او راتلونکې ته هم هیله‌ نه لري.

کډوالي؛ د غور یوشمېر خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په اړه معلومات نشته

غور کې ځينې هغه خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته د قاچاق له لارې نورو هېوادونو ته تللي وايي، د یوشمېر هم‌مسلکانو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌ لري. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې خبریالان له طالبانو څخه د وېرې، بې‌وزلۍ، وزګارتیا او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نه پام له کبله اړ شوي چې په قاچاقي توګه بهر ته ولاړ شي.

یو‌شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له نقض څخه اندېښنه لري

یو‌شمېر خبریالان په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له نقض څخه اندېښنه لري او وایي، د حکومت په بدلېدو سره رسنۍ هم تر نظر او څار لاندې نیول شوي دي. دوی وایي، طالبانو د رسنیو له مسوولانو سره په خپله لومړۍ ناسته کې دا پرېکړه وکړه چې د رسنیو نشرات باید د اسلامي امارت په چوکاټ کې وي.

د پنجشېر جګړه؛ په څلورو ورځو کې له ۳۵۰ ډېر طالبان وژل شوي

د پنجشېر د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي وايي، له څلورو ورځو راهیسې د دغه ولایت په دوو جبهو کې جګړه پیل شوې چې له کبله یې له ۳۵۰ ډېر طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په یادو نښتو کې ۲۸۷ طالبان ټپیان شوي او ۳۵ نور یې د دوی لاس ته ورغلي دي.

ملا برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي. رویټرز لیکلي چې دا خبره د طالبانو درېوو سرچینو نن دغه اژانس ته کړې ده. د دغې سرچینې په وینا، د ملا عمر زوی ملا یعقوب او شېرمحمد عباس ستانکزی به هم په راتلونکي حکومت کې پر لوړو څوکیو وټاکل شي. یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي چې د دې ډلې ټول لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلي دي.

امریکا د داعش پر وړاندې عملیاتو کې له طالبانو سره همکاري کوي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته د لومړنۍ خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې حضور د هېواد لپاره ستر ګواښ بللی دی.
میلي ویلي، که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې ایا طالبان بدل شوي، که نه، خو امریکا ښايي د ترهګرۍ، په تېره د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

هرات کې د لسګونو ښځو لاریون؛ «ټولنه کې د ښځو د حضور مخنیوی ناشونی دی»

هرات کې لسګونو ښځو نن د «یا مرګ یا ژوند» په شعار سره د دغه ولایت د مقام مخې ته لاریون وکړ. دوی وايي، ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې یې موجودیت بسنه نه کوي، بلکې د ټولنې په ټولو برخو کې باید ګډون ولري. یوه لاریونواله زرمینه وايي چې «په ټولنه کې د ښځو د حضور مخنیوی، ناورین زېږوي.»

د افغانستان بانک: شهزاده سرای به د شنبې ورځ فعال شي

د افغانستان بانک وايي چې د اسعارو د راکړې ورکړې مرکز شهزاده سرای به د راتلونکې شنبې په ورځ فعال شي. د دغه بانک په خبره، د افغانستان بانک مشرتابه د شهزاده سرای له مسوولانو او یوشمېر صرافانو سره په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې د پولي راکړې ورکړې د اسانتیا لپاره به شهزاده سرای فعال کړي.