داعش په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر جومات د برید مسوولیت منلی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش ویلي چې په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر جومات مرګونی برید دې ډلې کړی دی. اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار په لومړۍ حوزه کې پر «امام‌بارګاه فاطمیه» جومات د مرګوني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته؛ طالبانو پکې د ګډون چمتوالی ښودلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره اماده دي او دغې ناستې ته یې ځانګړی پلاوی هم جوړ کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په دغه ناسته کې به د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال په مشري یو پلاوی د دوی له لوري د مسکو په ناسته کې ګډ‌ون وکړي.

د کندهار په یوه جومات کې چاودنې درنه مرګ‌ژوبله اړولې

د کندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د اهل تشیع په «فاطمیه امام‌بارګاه» جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۳۲ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي. د پېښې یو‌شمېر عیني شاهدان وایي، چاودنې درې وې، خو ځينې نور بیا وايي، یوازې د یوې درنې چاودنې غږ یې اورېدلی دی.

چاووش‌اوغلو: افغانستان کې د یووالي ټينګښت لپاره باید پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې د یوه پلاوي په مشري د ترکیې په غوښتنه دغه هېواد تللی، پرون یې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو سره کتلي دي. هغه همداراز ټينګار کړی چې د طالبانو ترڅنګ، نور قومونه او مذهبونه هم په حکومت کې باید ونډه ولري.

افغانستان کې د ترهګرو ډلو د راټولېدو په اړه د پوتین خبرداری

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو له جګپوړو امنیتي مشرانو سره په ویډیويي ناسته کې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګر ښايي په مستقیم ډول ګاونډي هېوادونه بې‌ثباته کړي.
د هغه په خبره، اورپکي چې په سوریه او عراق کې تجربه لري، افغانستان ته روان دي.

هرات کې د ښځینه سوداګرو کاروبار مخ په ځوړ روان دی

په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنه؛ مسوولان یې په قومي تړون د ساتلو هڅه کوي

د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې پر نږدې ۶۵ زره هېکټاره ځمکې طبیعي ځنګلونه چې میوهلرونکي او نامیوه لرونکي بوټي لري، اباد دي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې قومي تړې مهمې بولي او وايي، هڅه کوي چې د حکومت ترڅنګ، ولسونه هم خپله ونډه واخلي.

«پي‌آی‌اې» او «کام‌ایر» ته د هوايي چلند وزارت خبرداری؛ ټکټکونه مو پر مخکینیو معیارونو برابر کړئ

د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له نړیوال هوايي شرکت (پي‌آی‌اې) او کام‌ایر نه غوښتي چې د کابل‌-‌اسلام‌اباد ترمنځ د ټکټونو بیې دې را کمې کړي.

د دغه وزارت خبرپاڼه لیکي، یاد شرکتونه باید د خپلو ټکټونو بیې له هغو معیارونو سره برابرې کړي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې ورته ټاکل شوي وو.

د افغانانو بې‌سارې کډوالي او د کمېشنکارانو تود بازار

د تېر حکومت له سقوط او د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ‌شمېر هېوادوال په دې هڅه کې دي چې له هرې ممکنې لارې له هېواده ووځي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي. خو داسې شکایتونه هم شته چې کمېشنکاران د زیاتو پیسو په بدل غوښتونکو ته ویزې او ټکټونه برابروي. د ایران د ویزې یوه غوښتونکي چې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د کمېشنکارانو له لاسه یې ویزه نه ده ترلاسه کړې او اوس یې لپاره کندهار ته ځي.

د هرات حوزوي روغتون کې د ناروغانو شکایت؛ مسوولان یې امکانات غواړي

په دې وروستیو کې د هرات حوزوي روغتون ته د ناروغانو ورتګ زیات شوې او هره ورځ د غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د درملنې لپاره ورځي.
د بادغیس اوسېدونکی سیدحسام الدین چې شاوخوا شل ورځې وړاندې د خپل ماشوم د درملنې لپاره هرات ته تللی، د ډاکټرانو پر نه پام نیوکه کوي.

بادغیس کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. شاه‌ولي چې د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی او د مخکیني حکومت کارکوونکی دی، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله شکایت لري. هغه چې د ۲۰کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړنکی دی، وایي چې په را روان ژمي کې د خوړو او ځان تودېدو لپاره څه نه لري.

بلخ کې د درملو او امکاناتو نه موجودیت؛ خلک له کلیو ښارونو ته راغلي

د بلخ په ولسوالیو کې د درملو او نورو امکاناتو نه موجودیت هغه ستونزه ده چې له کبله یې سلګونه ناروغان او د هغوی پایوازان مزارشریف ښار ته راغلي او دلته هم د ډاکټرانو او مسوولانو نه پام له ستونزو سره مخ کړي دي. مرتضی چې خپله مور یې د شولګرې ولسوالي له یوه کلي نه ښار ته راوستلې وايي، مزارشریف کې هم درمل او ډاکټر نه پیدا کېږي.