د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې د یوه پلاوي په مشري د ترکیې په غوښتنه دغه هېواد تللی، پرون یې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو سره کتلي دي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له دغې لیدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې د یادې کتنې په اړه جزییات ورکړي دي. چاووش‌اوغلو ویلي چې د اسلامي امارت سره یې په لیدنه کې یو ځل بیا ټينګار کړی چې افغانستان کې د یووالي د ټينګښت په موخه باید پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همداراز ټينګار کړی چې د طالبانو ترڅنګ، نور قومونه او مذهبونه هم په حکومت کې باید ونډه ولري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې وویل، «یاد پلاوي په دوحه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازیو په ځانګړې توګه له امریکا سره تر کتنې وروسته، بېګاه شپه یې ترکیې ته د سفر غوښتنه مطرح کړه.»

نوموړي همداراز د ستونزو پر هواري او د بشري مرستو په لېږلو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د ترکیې حلال‌احمر بنسټ د پاکستان له لارې افغانستان ته ۳۳۰۰۰ ټُنه بشري مرستې تحویل کړي دي.

په ورته مهال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټينګار کړی چې افغانستان باید سقوط ونه کړي. هغه ویلي، «هغو هېوادونو چې د افغانستان پیسې په بهر کې کنګل کړي، باید د حقونو د ورکړې په برخه کې نرمښت وښايي. له هغوی څخه مې په دې برخه کې د وروستیو تحولاتو اطلاعات ترلاسه کړي.»

د چاووش اوغلو په وینا، طالبانو اعلان کړی، هغه کډوال چې په خپله خوښه غواړي بېرته هېواد ته ستانه شي، دوی یې هر راز ملاتړ کوي. هغه همداراز ویلي، طالبانو ته یې د نجونو د زده‌کړې او کار په برخه کې خپلې لارښوونې او غوښتنې شریکې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټويتر هم وڅارئ

د اسلامي امارت استازیو له څو ورځو راهیسې په دوحه کې د امریکا، اروپايي ټولنې او لوېدیځو استازیو او ډيپلومتاټانو سره کتلي او له دوی څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان بانک شتمني ازاده او بشري مرستې دې وکړي او له نوي حکومت سره دې د نویو اړیکو تازه ور پرانیزي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام