د ترکمنستان او افغان چارواکو لیدنې؛ د ټاپي پروژې چارې به ژر پیل شي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف چې نن کابل ته راغلی، د افغانستان له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په یادو ناستو کې د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسایلو ترڅنګ، پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

شنونکي: نړیوالې مرستې په افغانستان کې د ناورین مخه نه‌شي نیولی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په راتلونکي ژمي کې د بې‌ځایه شویو، بې‌وزله او ناورین ځپلو کسانو له ناوړه وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له جي۲۰ هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او د بشري مرستو د ورکړې په اړه دې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.

د ګردېز ښاروالي د تېرو درېوو کلونو عواید را ټولوي

په پکتيا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان غواړي چې د تېرو درېوو کلونو د پاکوالي، د ښاروالي د سړکونو حق‌العبور او جوازونو پيسې را ټولې کړي.
دوی وايي، په تېرو درېوو کلونو کې د عوايدو ټولولو ته پام نه‌ دی شوی او اوس غواړي چې له هټۍ‌والو، د غرفو، هوټلونو او مارکېټونو له مالکانو څخه عوايد را ټول کړي. د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريف‌الله الهام وايي، ټولو هټۍ‌والو او د مارکېټونو مالکانو ته يې خبر ورکړی چې د ښاروالۍ عواید ورکړي.

طالبانو کابل کې د لوږې له امله د ۸ ماشومانو مړینه «پروپاګند» بللی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د یوې کورنۍ د ۸ ماشومانو مړینه رد کړې او هغه یې د نظام پر وړاندې «پروپاګند» بللی دی. وثیق ویلي، د دشت برچي اړوند «اتفاق ښارګوټي» ټولې هغه سیمې یې لټولي چې ویل کېده په دغه سیمه کې د لوږې له امله اته ماشومان مړه شوي، خو چا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

غني د فېسبوک په محکمه کې؛ تښتېدلی ولسمشر که بابا؟

د زمري په ۲۴مه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د حکومت له پرځولو او د هغه له تېښتې وروسته، د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته دننه شول او په بشپړه توګه یې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې کړ. اوس چې د محمداشرف غني له تېښتې نږدې دوه میاشتې تېريږي، یو‌شمېر هېوادوال لا هم نوموړی د «بابا» په نوم یادوي.

نیمروز کې د مالوچو حاصلات د پام وړ کم شوي

نیمروز کې د مالوچو یو‌شمېر کروندګر او پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي چې سږ کال یې د وچکالۍ او د محلي مسوولانو د نه‌پام له امله خپلو کرنیزو ځمکو څخه ښه حاصل نه دې ترلاسه کړي.

امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته وکړه

امریکا له افغانستان سره خپلې نوې بشري مرستې اعلان کړې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوې بشري مرستې ځانګړې کړي دي. د دغه وزارت په خبره، له نویو اعلان شویو مرستو سره په افغانستان او سیمه کې له افغان کډوالو سره په روان کال کې د امریکا د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

لوړو زده‌کړو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې د وزارت له تایید پرته استادان نه ګوماري

د باختر دولتي خبري اژانس د لوړو زده‌کړو وزارت د چارواکو له خولې خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د لوړو زد‌ه‌کړو وزارت خصوصي پوهنتونونه د دغه وزارت له «ځانګړي پلاوي» پرته د استاذانو له ګومارنې منع کړي دي. د خصوصي پوهنتونونو ټولنې تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

شنونکي: د تهران ناسته کې ګډون کوونکي هېوادونه د خپلو ګټو په لټه کې وو

د ایران په پلازمینې تهران کې د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوڼده چې په حضوري او انلاین بڼې جوړه شوې وه، پکې ګډون کوونکو هېوادونو د اسلامي امارت د استازي په نه‌شتون کې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي. خو یوشمېر شنونکي بیا دغه ناسته د ګډون‌کوونکو هېوادونه په ګټه بولي.

«پر واک د پاتې‌کېدو لپاره د غني بې‌ځایه ټينګار لامل شو طالبان واک ته ورسېږي»

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي چې د پرځول شوي ولسمشر محمداشرف غني پر واک د پاتې کېدو بې‌ځایه ټينګار د دې لامل شو چې طالبان پر افغانستان واکمن شي. خلیل‌زاد دغه .څرګندونې پرون د «نړیوالې سولې لپاره د کارنګي بنسټ» په څېړنیز مرکز کې د یوې انلاین غونډه پر مهال وکړې

چین: نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق دې له افغانستان سره مالي مرستې وکړي

د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق څخه یې غوښتنه کړې چې دغه هېواد سره مالي مرستې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یونان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.

اسلامي امارت د خبریالانو د ساتنې میکانیزم نه لري

د افغانستان د ژورنالېسټانو ملي اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولانو ته یې د لیدنو پر مهال د خبریالانو د ساتنې میکانیزم د جوړېدو وړاندیز کړی، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
د نوموړي په وینا، بیا هم هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې اسلامي امارت ته د لازمو ګامونو د اوچتولو قناعت ورکړي.

د پروان ۱۰۰بستریز ملکي روغتون فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوي

پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.