قطر د یوې هوکړې له مخې په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې امریکا او قطر د یوې هوکړې له مخې سره  سلا شوي چې دغه هېواد به په افغانستان کې د امریکا ګټې خوندي کوي او په دوحه کې به د واشنګټن د ډيپلوماتیکو ګټو استازیتوب کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین پرون له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني سره د «د ساتنې واک» سند لاسلیک کړ.

د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه؛ قریشي: نړۍ دې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي

د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه نن د سیمې او نړۍ د ځانګړو استازو په ګډون په اسلام‌اباد کې جوړه شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره جوړجاړی وکړي.
نوموړي ویلي: «له افغانستان سره جوړجاړی باید نه یوازې دوام وکړي، بلکې د بېلابېلو دلایلو له کبله زیات شي.»

جوزجان کې زده‌کوونکو خپلې پنځونې نندارې ته وړاندې کړې

 په جوزجان کې د اتو دولتي او دوو خصوصي ښوونځیو نږدې ۱۰۰ زده‌کوونکو په یوه نندارتون کې خپلې پنځونې او علمي تجربې نندارې ته وړاندې کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. دغه نندارتون پرون په «ابن یمین شبرغان» ښوونځي کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وو.

نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د ترویکا ناسته جوړېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د ترویکا ناسته چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي به پکې ګډون وکړي، نن د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې جوړېږي. د دغه وزارت د اعلان له مخې، په دغه ناسته کې به د افغانستان لپاره د چین، امریکا، روسیې او پاکستان ځانګړي استازي ګډون وکړي.

یو‌شمېر هېوادوال د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي

که څه هم اوس د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ستنو او کارکوونکو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم هېوادوال په هېواد کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت څخه شکایت کوي.

ننګرهار کې پر ۶۰۰۰ جریبه ځمکه د ستروسو نوي باغونه جوړېږي

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورګونو فارمونو له ډلې په درېیم فارم کې پر ۲۸۶۷ جریبه ځمکه د سترسو باغونه له پخوا اباد دي او تازه پر شپږ زره جریبه نوره ځمکه هم ونې کېنول کېږي چې د خصوصي سکتور په مرسته یې په عملي بڼه د باغ جوړونې چارې پیل شوې.

د نوي ډيلي ناسته؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ګډ دریځ ټينګار شوی

د افغانستان په اړه په هند کې د سیمه‌ییز امنیت ناسته چې نن چهارشنبه په نوې ډهلي کې جوړه شوه، پکې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه او د امنیتي ننګونو په اړه تمرکز وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې ۱۲میلیونه کسانو ته خوراکي مرستې وېشلي

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې یوازې یې د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې له ۱۱.۸ میلیونه کسانو سره خوراکي مرسته کړې ده. په اسیا کې د دغه سازمان استازولۍ نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د اکتوبر په میاشت کې له ۵.۱ میلیونه کسانو سره، د سپټمبر په میاشت کې څلور او ۱.۳ میلیونه کسانو ته په اګسټ میاشت کې مرستې شوې .

اسلامي امارت پوځي محکمه جوړه کړه

د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی چې د «شرعي نظام ټينګښت»، «د الهی احکامو پلي کول» او د «ټولنې اصلاح» لپاره یې د سرپرست حکومت په تشکیل کې پوځي محکمه جوړه کړې ده. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه پوځي محکمه د اسلامي امارت د رهبر هبت‌الله اخوند‌زاده د فرمان پراساس رامنځ ته شوې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سبا پاکستان ته سفر کوي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یاد وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري د دغه وزارت یو لوړپوړی پلاوی سبا چهارشنبه اسلام‌اباد ته سفر کوي. په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ په اړه هم بحث او خبرې وشي. د دغه پلاوي په جوړښت کې د مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم شامل دي.

خوندیتوب کمېټه: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.

شنونکي: په دولتي ادارو کې بیړنی ادلون بدلون حکومتولي اغېزمنوي

اسلامي امارت پرون ورځ د یوشمېر ولایتونو والیان، د هغوی مرستیالان او امنیه قوماندانان له دندو ګوښه او پر ځای یې نور کسان وټاکل. دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت له راتګ راهیسې ورته اقدامات شوي، بلکې تر دې وړاندې هم په یوشمېر دولتي ادارو کې ټاکنې شوې وې.

بادغیس کې ګڼ‌شمېر ماشومان پر شري اخته شوي

په بادغیس کې د شري ناروغي خپرېدل لامل شوي چې ګڼ‌شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ورشي.
ځینې دغه کورنۍ چې له یوې اوونۍ راهیسې د خپلو ماشومانو درملنې ته په تمه دي وايي، ماشومان یې د شري واکسین د نه ورکېدو له کبله پر دې ناروغي اخته شوي دي. ګل‌ناز چې دوه ماشومان یې پر شري اخته شوي او اوس یې د بادغیس ولایتي روغتون ته راوړي وايي، ماشومانو ته یې واکسین نه دی ورکړل شوی.