
د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: د فیضالله جلال نیول د بیان ازادي محدودول دي
د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د اسلامي امارت له لوري د کابل پوهنتون استاد فیضالله جلال نیولکېدل، پر بیان ازادي د محدودیتونو لګول ګڼي او د ورته نیونو دوام د بشر حقونو له قانون او ارزښتونو سره په ټکر کې بولي. فیضالله جلال پرون په کابل کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په خپل کور کې نیول شوی دی.














