
د سولې په چارو کې د غني ځانګړی استازی بېرته هېواد ته راستون شوی
د مخکیني حکومت د سولې په چارو کې د دولتی وزیر او د افغان سولې په چارو کې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي نن بېرته هېواد ته راستون شوی دی. په خپره شوې ویډیو کې امیرخان متقي هېواد ته د عبدالسلام رحیمي له راستنېدو څخه هرکلی کړی او دغه ګام یې د ټولو په ګټه بللی دی.














