
کندهار کې د غوا «ورږو» ۴۲ کسان مسموم او یو یې مړ کړی
د کندهار ولایت اړوند په خاکرېز ولسوالي کې د تازه لنګې شوې غوا شیدو «ورږو» د خوړو له امله یو کس مړ شوی او ۴۲ کسان مسموم شوي دي.

د کندهار ولایت اړوند په خاکرېز ولسوالي کې د تازه لنګې شوې غوا شیدو «ورږو» د خوړو له امله یو کس مړ شوی او ۴۲ کسان مسموم شوي دي.

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چي پر بنسټ یې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي دې تر بلې خبرتیا پورې تړلې پاتې وي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول امامالدین احمد سلاموطندار ته وايي چې د اسلامي امارت د یوشمېر ادارو ګډ پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او له دغه هېواد سره یې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل ښار او اړوند سیمو کې تفریحي پارکونو ته پر یوه وخت د ښځو او نارینهوو پر ورتګ بندیز اعلان کړ او پارکونو ته د ښځو او نارینوو د ورتګ لپاره یې ځانګړی مهالوېش ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي چې په نړۍ کې له هرو درې ښځو څخه یوه یې په مستقیمه توګه له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

په پکتیا ولایت کې د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پرواګرام له لارې د دغه ولایت له مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې ۲۴۰۰۰ بېوزله او وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د لغمان ولایت اړوند په دولتشاه ولسوالي کې د فرشغان د ۱۷ کيلو مټره سړک د رغونې چارې پیل شوې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رتنو لستاري پریانساري سره په دوحه کې کتلي دي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې چې د افغان مېرمنو د نقش په اړه به د نړیوالو ناستو او پروګرامونو د جوړولو په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

د سلاموطندار خبریال سرور هاشمي چې نن کابل ښار کې د پوهنې وزارت مخته د ښځو د یوه اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلي و، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی و چې له شپږ ساعت بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرور هاشمي وايي چې په پوهنې وزارت کې شپږ ساعته تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې و.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودیجې کمښت، په افغانستان کې د دې بنسټ د مرستو رسولو بهیر د درولو لپاره ستر ګواښ دی او ښايي دا لړۍ ټکنۍ او له پښو وغورځوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن کابل کې د بزګر جشن او د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په موخه د نندارتون پرانستله وکړه چې درې ورځې به دوام وکړي.

د زابل روغتيايي چارواکي وايي، په دې وروستیو کې دغه ولایت کې يو ډول فنګسي ناروغۍ پیدا شوې چې اوسه پرې سلګونه ماشومان اخته شوي دي.

د غور پوهنتون مسوولان او زدهکړیالان سلاموطندار ته وايي چې یاد پوهنتون د نجونو او هلکانو په بېلو ټولګیو کې د زدهکړو کولو د پرېکړې له کبله د درسي ټولګیو ترڅنګ د مسلکي استادانو له کمښت سره مخ دي.

رویټرز د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې متحده ایالاتو د اسلامي امارت د سرپرست حکومت لخوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو د پریکړې په غبرګون کې له دې ډلې سره پلان شوې غونډې لغوه کړې.

د البانیا، اندورا، استرالیا، بلجیم، بوسنیي او هرزګوین، کاناډا، استوني، المان، ایسلنډ، کوزوو، مالاوي، مغولستان، نیوزلنډ، سویډن، تونګا او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانې نن په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زدهکوونکو د تړلو په غبرګون کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسلامي امارت د دې پرېکړې په اړه غونډه جوړوي. په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولي نن سهار په ټویټر کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زدهکوونکو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه بحث وکړي.