افغانستان د لومړي ځل لپاره قزاقستان ته د سپین کاغذ صادرات پیل کړ

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، افغانستان د لومړي ځل لپاره قزاقستان ته سپین کاغذ صادر کړ. دغه وزارت نن دافغانستان د صنایعو او کانونو د خونې په حواله په خپل ټویټر کې لیکلي چې د « بهیر شرکتونو ګروپ» د تولیداتو لومړنۍ کاروانقزاقستان ته صادر شوی دی.

سرچینې: بامیان کې ۱۱ ښځې د ا.ا ځواکونو له خوا نیول شوي

د بامیان ځایي سرچینې چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت استخباراتيځواکونو له شنبې ورځې راهیسې ۱۱ ښځې، له اسلامي امارت څخه د ملاتړ د یوې غونډې د ګډوډولو په تور نیولياو پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړي دي. د دغو سرچینو په وینا د نیول شویو ښځو د برخلیک په اړه هېڅ مالوماتنشته.

بدخشان کې اعتراض؛ د ا.ا ځواکونو د تراوېح لمونځ نه کولو له امله زده‌کړیالان وهلي

د بدخشان دولتي پوهنتون یو‌شمېر زده‌کړیالانو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د دوی د وهلو او ډبولو په غبرګون کې اعتراض کړی دی. دوی همداراز وویل چې دوه زده‌کړیالان د سختو وهلو له امله ټپیان او د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ډيبورا لاینز مرستیاله: د ا.ا مهمې پرېکړې کابینه کې نه، بل ځای کېږي

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې ډیبورا لاینز مرستیالې مته نودسن ویلي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، لا هم د افغانستان د حکومت وضعیت په یوه ګونګ حال کې دی.

نوموړې پرون د نړیوالو او اروپا چارو انسټیټیوټ کې د وینا پرمهال ټينګار وکړ چې د اسلامي امارت مهمې پرېکړې کابینه کې نه؛ بلکې په یوه بل ځای کې نیول کېږي.

د ا.ا له لوري د نړیوالو رسنیو پر نشراتو بندیز؛ اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان له یوه رسنیز بنسټ سره په همکارۍ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو د بندیز پرېکړه لامل شوې چې دغه هېواد کې عمومي اطلاعاتو ته لاسرسی او د بیان ازادۍ ته ستر زیان ورسېږي.

کندوز کې د شري ناروغۍ زياتوالى؛ يوه مياشت کې ١٧ کسان مړه شوي

د کندوز روغتيايي مسوولان وايي، په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ له امله تر ١٧ زيات کسان مړه شوي دي. دکندوز د عامې روغتيا رييس نعمت‌الله ساحل وایي چې په دې موده کې د دې ولسوالي په حوزوي روغتون کې پر شري د اخته ٩١٥ ناروغانودرملنه شوې ده.

افغانستان کې هره مياشت شاوخوا ١٥٠ کسان د ماينونو قرباني کېږي

نن د اپریل څلورمه د مایونونو د خطرونو په اړه د پوهاوۍ نړیواله ورځ ده. دغه ورځ په کابل کې د ماین پاکۍ د چارو د معینیت له خوا ولمانځل شو.  په هېواد کې د ماین پاکیو موسسو مسوولان وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ځمکنیو ماینونو له امله تر ټولو زیات مرګ ژوبله لري چې هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ کسان د ماینونو ښکار کېږي.

فراهیانو د خُرما باغونو جوړولو ته مخه کړې

د فراه يو شمېر اوسېدونکي او سيمه‌ييز مسوولان په دغه ولايت کې د خُرما د ونو د روزلو او د زياتوالي خبر ورکوي. دوی وايي، د فراه اقلیم د خرما د ونو د کېنولو لپاره ښه دی او په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د خُرما لسګونه باغونه جوړ شوي دي.

امریکايي پوځي چارواکي: بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لرو

د رپوټونو پر اساس، د امریکا پوځي ځواکونو د تېر کال له اوړي څخه وروسته افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هېڅ کوم برید نه دی ترسره کړی، خو د دغه هېواد پوځي چارواکي ټینګار کوي، چې د لوژیستیکي ننګونو ترڅنګ، له بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لري.

شنونکي: د افغانستان پر وړاندې به د پاکستان د نوي حکومت تګلاره بدلون ونکړي

ورووسته له هغې چې د پاکستان پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران‌خان پر وړاندې د اپوزېسیون له لوري وړاندې شوې د نه باور رایې طرحه رد کړه، د یاد هېواد ولسمشر د لومړي وزیر عمران‌خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ او د ټاکنو د ترسره کېدو پرېکړه یې وکړه.