پر ښځو د ا.ا محدوديتونه؛ جوزجان کې نجونې د زده‌کړو او کار حق غواړي

جوزجان کې یوشمېر ښځې او نجونې وايي چې د مخکېني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي. د هغوی په وینا، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول د رواني ستونزو او په هېواد کې د بې وزلۍ لامل کېږي.

د صرافانو ټولنه: د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک پرېکړه ناعادلانه ده

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه وايي چې د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک د نوې طرحې د پلي‌کېدو توان نه لري او نه‌شي کولای چې دغه پرېکړه عملي کړي. د افغانستان بانک د نوې طرحې له مخې، د صرافۍ جوازونو لپاره باید هر صراف ۵ میلیونه او د صرافۍ هر شرکت باید ۵۰ میلیونه افغانۍ له افغانستان بانک سره د ضمانت توګه کېږدي.

تورخم کې د افغان مسافرو ستونزې؛ په پېژندپاڼه افغانستان ته نه راپرېښودل کېږي

تورخم پر ډیورنډ کرښه د افغانستان له مهمو بندرونو ګڼل کېږي چې هره ورځ پرې د سوداګرۍ سربېره، زرګونه کسان دواړو خواو ته تګ راتګ کوي؛ خو تر هغې وروسته چې پاکستان په پېژندپاڼه افغانستان ته په تلو بندیز لګولی، هغه کسان چې پاسپورټ نه‌لري او هغې غاړې بند پاتې، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

هیدر بار: د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو هوکړه نه‌ کېږي، خو د مدرسو لپاره پیسې پیدا کېږي

د بشر حقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې مرستیالې هدر بار د اسلامي امارت له لوري د مدرسو جوړېدو ته په غبرګون کې ویلي چې سرپرست حکومت نشي کولای د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو لپاره هوکړې ته ورسېږي، خو د څه باندې ۴۰۰۰ مدرسو جوړېدو لپاره پیسې پیدا کولای شي.

د بدخشان په راغ ولسوالیو کې د جراح ډاکټرانو نشتون په اړه د خلکو شکایت؛ مسوولان: ستونزه حل شوې

د بدخشان ولایت د درې‌ګونو ( یاوان، کوهستان او ارغستان)  ولسوالیو اوسېدوونکي په روغتیایي مرکزونو کې د جراح ډاکټرانو له نشتون څخه شکایت کوي او د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د همدې ستونزې له امله عاجل ناروغان له لاسه ورکوي.

هېواد کې وروستیو چاودنو یوشمېر زده‌کوونکي پر رواني ناروغۍ اخته کړي

ارواپوهان وايي، په هېواد کې وروستیو ناامنیو او مرګوني بریدونو زده‌کوونکو ته د فزیکي زیانونو تر څنګ رواني زیانونه هم پیدا کړي دي. اروا پوه سیدعلي اکبر سروري سلام‌وطندار ته وویل، دا پېښې زده‌کړې او راتلونکې لپاره د زده‌کوونکو او خلکو انګیزه له منځه وړلی شي.

د سيمه‌ييزو او نړیوالو سياليو پر ډګر د افغانستان بدلېدو په اړه د شنونکو اندېښنې

د چارو یوشمېر کارپوهان اندېښنه ښيي چې اوسني وضعیت ته په کتو، د ترکیې او تاجکستان په څېر ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د اسلامي امارت د مخالفینو کوربه‌توب کوي او یو‌شمېر لوېدیځ هېوادونه هم د افغانستان د شمال امنیت خرابولو په موخه پر هغوی پانګونه کوي چې داعش او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ټینګې کړي.

یعقوب مجاهد: د پاکستان د هوايي بریدونو زغمل د ملي مسایلو لپاره و

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد نن د اسلامي امارت د بنسټ‌اېښودونکي ملا محمد‌عمر مجاهد د مړینې نهم تلین په تړاو جوړې شوې غونډه کې وايي چې ملا محمدعمر د افغانستان ټول قومونه تر یوه چتر لاندې راټول کړل او افغانستان یې له یوې پلان شوې تجزیې څخه وژغوره.

د ملګرو‌ملتونو ځانګړی رپورټر: د افغانانو بشري حقونه دې خوندي شي

د افغانستان بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ، د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې پر ښوونځیو او جوماتونو ترهګریزو بریدونو وروسته ویلي چې د افغانانو د بشري حقونو وضعیت باید خوندي شي.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د تېرې اوونۍ د خونړیو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره څنګ کې ولاړ دی.