د بدخشان ولایت د درې‌ګونو ( یاوان، کوهستان او ارغستان)  ولسوالیو اوسېدوونکي په روغتیایي مرکزونو کې د جراح ډاکټرانو له نشتون څخه شکایت کوي او د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د همدې ستونزې له امله عاجل ناروغان له لاسه ورکوي.

د هغوی په وینا، که څه هم د هېواد په لویو ښارونو کې یو شمېر ډاکټران دولتي دندې نه لري او مرکزي روغتونونه هم اضافي تشکیل سره مخ دي، خو بیا هم یو شمېر ولسوالۍ د جراحانو او متخصصینو له جدي کمښت سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغوی زیاتوي، په وروستیو څو میاشتو کې په دغو ولسوالیو کې د متخصصو او جراح ډاکټرانو نشتون له امله د اپنډیسي ناروغان مړه شوي دي. هغوی د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

د یاوان ولسوالي یو تن اوسېدوونکی عبدالکریم وایي: « تر ټولو زیات تلفات د یاوان اوسېدونکي ورکوي. ځکه روغتیایي اسانتیاوې نشته، هغوی ته رسېدنه نه کېږي، سرکونه خراب دي. تېرو کلونو کې مو د اپنډیسي څو ناروغان درلود چې ورته رسېدنه ونه شوه ځکه چې سم ډاکټر مو نه درلود. په دې برخه کې یاوان ولسوالي ته پام نه دی شوی. اوسني حکومت څخه غواړو چې په دې برخه کې پام وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د بدخشان د عامي روغتیا رییس قاري عتیق‌الله فیضي وايي څو میاشتې مخکې د لنډې مودې لپاره له دې امله چې جراح ډاکتر استعفا ورکړه د یاوان ولسوالي اوسېدوونکي له ستونزو سره مخ شوي و. د هغه په وینا، څو ورځې مخکې د یاوان ولسوالي روغتیایي مرکز ته یې لایق متخصص استولی او د جراح ډاکټر ستونزه حل شوې ده.

د بدخشان درې ولسوالۍ یاوان، کوهستان او راغستان له مرکز څخه لري او غرنۍ سیمې دي چې اوسېدوونکي یې تل د روغتیايي برخې ترڅنګ په ګڼو نورو کې له ستونزو سره مخ وي او تل پر مرکزي حکومت د ناسمو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو له امله نیوکه کوي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام