د سلام‌وطندار موندنې؛ د کابل د درېوو سیمو تم‌ځایونو کې ۴۵ میلیونه افغانۍ باج اخیستل شوی

د سلام‌وطندار موندنې ښیي چې په وروستیو اوو میاشتو کې د کابل د درېوو سیمو د موټرو په تم‌ځایونو کې د خپل‌سرو کسانو له لوري له موټر چلوونکو نږدې ۴۵ میلیونه افغانۍ باج اخیستل شوی دی. بله‌خوا یو‌شمېر موټر چلوونکو سلام‌وطندار ته ویلي، هغه کسان چې په تم‌ځایونو کې له دوی څخه په زوره پیسې اخلي، د اسلامي امارت کسان دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه: افغانستان سږکال ۶۰سلنه وارداتي غنمو او اوړو ته اړتیا لري

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې سږکال په هېواد کې د وچکالۍ او نورو لاملونو له کبله د غنمو تولیدات کم وو او افغانستان ۶۰سلنه وارداتي غنمو او اوړو ته اړتیا لري. د یادې خونې غړی خانجان الکوزی سلام‌وطندار ته وايي، افغانستان هرکال شاوخوا ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو او اوړو ته اړتیا لري.

امیري: له ا.ا سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول اړین دي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغانستان کې له اسلامي امارت سره د پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو راګرځول او دغه هېواد کې د زیانمنو وګړو خوندیتوب اړین دی. نوموړې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان  متقي سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې پر دې موضوع ټينګار کړی دی.

بهر ته د تللیو پخوانیو افغان چارواکو د ستنېدو کمېسیون په کار پیل وکړ

د اسلامي امارت له‌خوا افغانستان ته د  پخوانیو چارواکو د بېرته ستنېدو جوړ شوی کمېسیون نن رسماً کار پیل کړ. دا کمېسیون دنده لري چې د تېر نظام هغه چارواکي او سیاستوال چې بهر ته تللي، وهڅوي څو بېرته افغانستان ته راشي.

د حج لپاره سعودي ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد چمتووالی پیل شوی

له تېرو دوو کلونو راهیسې د کورونا ویروس له امله د حج فریضې د ادا کولو په موخه د افغانانو د تلو بهیر درول شوی و، خو اوس د اسلامي امارت مسوولان وايي چې دغه بهیر یې له سره پیل کړی او ټاکل شوې سږکال ۱۳۵۸۲ کسان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

د سلام‌وطندار د راپور له خپرېدو وروسته روزګان کې د «تریاکو چوک» تړل شوی

وروسته له هغې چې سلام‌وطندار د روزګان ولایت مقام ۵۰ مترۍ کې د ترینکوټ ښار په «تریاکو چوک» کې د نشه‌يي توکو د ازاد بازار په اړه يو راپور خپور کړ، اوس د یاد ولایت امنیتي مسوولان وايي چې دغه بازار یې تړلی دی. د روزګان د امنیې قومنداني وياند اغاولي قريشي سلام‌وطندار ته ویلي، د تریاکو دغه بازار یې نن تړلی دی.

کرزی: د مخ پټول حجاب نه دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له لوري د ټلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو د تازه محدودیت په غبرګون کې ویلي، اړتیا نشته چې ښځینه ویاندویانې خپل مخونه پټ کړي.

کرزي له سي‌‌ان‌ان خبري شبکې سره د یوې مرکې پرمهال ټينګار کړی چې د مخ پټول حجاب نه دی او نه هم د افغانستان د فرهنګ برخه ده، بلکې د نورو هېوادونو دود چې افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

هندوکش سټرایکرز لوبډلې د «زرغون افغانستان جام» د کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

په خوست کې د «زرغون افغانستان جام» تر نوم لاندې د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو پای لوبه کې پرون هندوکش سټرایکرز لوبډله بریالۍ شوه چې پامیر لیجینډز لوبډلې ته په درېوو وېکټو ماته ورکړي او د دغه جام اتلولي خپله کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحلېدل؛ باشله: د «شاتګ پر لور ګام» دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې مېشل باشله د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د منحلېدو په اړه اندېښنه ښودلې او  هغه یې د «شاتګ پر لور ګام» بللی دی. نوموړې پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحلېدو حیرانه کړې ده.