د خبریالانو پر کار د ا.ا سانسور؛ سلام‌وطندار ۱۵ ولایتونو کې ۴۴ قضیې مستندې کړي

سلام‌وطندار په ۱۵ ولایتونو کې د خبریالانو پر کار  د اسلامي امارت له لوري د سانسور ۴۴ قضیې مستندې کړي چې له ډلې یې ۲۵ له خپرېدو وړاندې، ۷ قضیې د خپرولو پرمهال او ۱۲ د راپور له خپرولو وروسته رامنځته شوې دي.

ټي‌ټي‌پي‌ ته د قبایلي سیمو سپارل؛ شنونکي: پایلې به یې نه جبرانېدونکې وي

څه موده وړاندې د ا.ا په منځګړیتوب کابل کې د پاکستان حکومت او پاکستاني طا لبانو ترمنځ د سولې خبرې وشوې چې دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ تر نامعلومې نېټې پر اوربند هم هوکړه وکړه. اوس پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د سولې په خبرو کې ټي‌ټي‌پي د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دوی ته وروسپاري.

نړیوال بانک له اقتصادي کړکېچ سره د وروسته پاتې هېوادونو د مخ کېدو خبرداری ورکړ

د کورونا ویروس خپرېدو او ورپسې د اوکرایین جګړې د افغانستان په ګډون نړۍ کې د خوراکي او نفتي توکو نرخونه لوړ کړي دي.

په دې تړاو نړیوال بانک د نړۍ د اقتصادي ودې په اړه کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو او تېلو بیو لوړېدو له امله به د ۱۹۷۰ کال څخه وروسته په لومړی ځل نړۍ له لوړ انفلاسیون سره مخ شي.

د بامیان د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې رییس له دندې ګوښه شوی

بامیان کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري عبدالفتاح تېره اوونۍ د بامیان د والي عبدالله سرحدي ساتونکو نیولی او له دندې ګوښه شوی دی. د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي، عبدالفتاح په کاري چارو کې د سرغړونې په تور له دندې ګوښه کړل شوی دی.

ایران د مخکیني حکومت پوځي تجهیزات ا.ا ته وسپارل

باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، یو‌شمېر هغه پوځي وسایط، وسلې او مهمات چې د مخکیني حکومت د پرځېدو پرمهال ایران ته لېږدول شوی وو، بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

باختر ویلي چې دغه پوځي وسایط او تجهیزات د اسلامي امارت د مسوولانو له هڅو وروسته پرون ایراني چارواکو اسلا‌کلا بندر کې افغان لوري ته سپارلي دي.