د افغان کډوالو د مرستې لپاره د ۳۴۰ میلیونه ډالرو غوښتنه؛ تراوسه ۵۷‌سلنه راټولې شوې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي، دغه بنسټ توانېدلی چې په ۲۰۲۲ کال کې افغان کډوالو، بې‌ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره ۳۴۰ میلیونه ډالر راټول کړي.

مارکوس پوتزل افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال وټاکل شو

مارکوس پوتزل افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال په توګه وټاکل شو. ملګروملتونو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سرمنشي د نوي ځانګړي استازي مرستیال په توګه د هغه د ټاکلو خبرورکړ.

افغانستان کې ۷۰سلنه کورنۍ د خوړو برابرولو توان نه لري

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون وايي، ۷۰ سلنه افغان کورنۍ نه‌شي کولای خواړه او خپلې نورې لومړنۍ اړتیاووې برابرې کړي.

دغه فدراسیون نن جمعه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د وچکالۍ په دوام سره افغانستان کې بې‌وزلي او لوږه زیاته شوې او اړتیا ده چې د مهارولو لپاره یې نړیوال خپل ملاتړ پراخ کړي.

بامیان کې مدني فعالان: د نجونو ښوونځیو نه‌پرانستل به «نه جبرانېدونکې» پایلې ولري

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون د غبرګولي په ۲۶مه د بامیانو او دایکندي ولایتونو د مدني ټولنې شاوخوا ۱۲۰ فعالانو د «مرکزي زون د مدني ټولنو مشورتي ناستې» تر عنوان لاندې غونډه وکړه. دغه ناسته د «افغانستان د خلکو غږ» بنسټ له لوري د یوې ورځې لپاره د بامیانو ښار کې جوړه شوې وه.

د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو کمېټې د ا.ا مشرتابه ته خپل وړاندیزونه استولي

د اسلامي امارت مخکیني چارواکي او د خلاصون لارې عالي شورا بنسټ رییس سید اکبراغا سلام‌وطندار ته ویلي چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه د جوړې شوې اته کسیزې کمېټې کار بشپړ شوی او د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده ته یې خپل وړاندیزونه استولي دي.

جېنوا کې د افغانستان استازی: ا.ا سره د نړۍ تعامل له بُن‌بست سره مخ شوی

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا ناسته کې ویلي چې تېرو لسو میاشتو کې نړیوالې ټولنې له هرې ممکنه لارې اسلامي امارت سره د تعامل هڅه وکړه، خو داسې ښکاري چې دغه هڅې له بن‌بست سره مخ او د ژمنو پر ماتولو او ناهیلیو تبدیلې شوې دي.

د نورستان تیتن درې ځنګل کې لګېدلی اور نه دی مهار شوی

نورستان کې یوې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، د دغه ولایت د تیتن درې ځنګل کې لګېدلی اور په بشپړه توګه نه دی مهار شوی. تر دې وړاندې د نورستان د والي وياند سيف‌الدین لټون هم دغه پېښه تایید کړې وه او ويلي و چې د اور د مهار لپاره جدي هڅې روانې دي، خو تازه د اور د اوسني وضعیت په اړه د نورستان ولايتي چارواکو څه نه دي ویلي.

شنونکي: د ا.ا کورنی سیاست د دوی د بهرني سیاست د ناکامېدو لامل شوی

د جون ۱۵ پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنېدو نېټې سره برابره ده. یوشمېر سیاسي شنونکي د ا.ا بهرنی سیاست ناکام بولي او وایي، ا.ا د خپل بهرني سیاست د بریالیتوب لپاره باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي. د دوی په وینا، اوسني حکومت له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د پام وړ بریا نه ده ترلاسه کړې.