
ملګرو ملتونو د افغان مېرمنو او نجونو په اړه بېړنۍ غونډه رابللې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده.

د افغانستان د علماوو ستره غونډه نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه او ټاکل شوې چې دوه ورځې دوام وکړي. په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال سلاموطندار سره په خبرو کې وایي چې د جمهوري نظام تېرو جرګو ته په کتو د افغانستان د علماوو دا ستره غونډه هم کومه پایله نه لري.

د نيمروز ولايت يوې ښځينه سوداګرې رېزهګل نظري چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته يې په دغه ولايت کې د ښکلا يو انلاين پلورنځی جوړ کړی وایي، دغه پلورنځی یې د خپل خاوند په مرسته پرانېستې، څو په اوسنيو شرايطو کې چې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خدمات وړاندې کړي.

کابل کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري نن د خبریالانو له حضور پرته د دیني عالمانو لویه غونډه پرانستل شوه.

د هېواد په سوېل ختیځو ولایتونو کې له مرګونې زلزلې یوه اوونۍ وروسته، یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ وايي، ماشومان یې له روحي او رواني اړخه ښه وضعیت نهلري او وروستۍ زلزلې سخت ځپلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ په مشري پلاوی نن دوحه کې د ا.ا له چارواکو سره ګوري. ټاکل شوې دواړه لوري د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، اقتصادي ثبات، بشريحقونو، له ګواښ سره مخ کسانو په خوندي وتلو، د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو او نورو مسلو خبرې وکړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلامي امارت یو پلاوی د افغانستان او ایران ترمنځ په پوله کې د اختلافي مسایلو د حل په موخه دغه هېواد ته ورغلی دی. له سعدالله بلوچ سره په دغه پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، انرژۍ او اوبو، بهرنیو چارو او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو ۱۴ کسان ملتیا کوي.

له څو اوونیو جنجالونو وروسته بالاخره نن د اسلامي امارت مسوولانو د «علماو سترې غونډې» دقیقه نېټه اعلان کړه. د رییسالوزرا دویممرستیال عبدالسلام حنفي نن د لویې جرګې په خېمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې سبا (پنجشنبه) د «علماو ستره غونډه» جوړېږي.

د سالنګ لویه لاره چې پلازمېنه کابل د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د مسوولانو د نهپاملرنې له امله ویجاړه شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې هڅه کوي، د اسلامي امارت د سرپرست حکومت سره د روسیې اړیکې ټينګې کړي.

خوست کې د جلغوزیو سوداګر وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته بهر ته د جلغوزیو صادرات بند شوي چې له امله یې ګدامونو کې جلغوزي خرابې شوي او سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان رسولی دی.

هېواد کې د ډبرو سکرو یوشمېر کارپوهان او کاروباریان وايي، د ډبرو سکرو کیندنې په نامسلکي توګه ترسره کېږي چې له امله یې د ډبرو سکرو ډېری برخه ضایع کېږي. په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمتالله برهان د ډبرو سکرو کانونو کې نامسلکي کېندنې او ضایعات ردوي.

نیمروز کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې پرون مازدیګر د اسلامي امارت او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پولې ته نږدې «میلک» سیمه کې نښته شوې ده.

د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو پکتیکا، خوست او پکتیا کې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې امریکا له دغو زلزله ځپلو سره د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښټ د بېړنۍ بشريمرستې اعلان وکړ.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره د افغانستان د اسلامي امارت له رهبرۍ سره پر داسې یوې طرحې کار کوي چې افغانستان وکولای شي، د افغانستان بانک کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي.

په هېواد کې په ناقانونه توګه د ډبرو سکرو استخراج او نورو هېوادونو ته یې په ټیټه بیه د صادراتو په اړه اندېښنې شته، خو د اسلامي امارت مسوولان وایي چې د سکرو بیه یې لوړه کړې ده.