په هېواد کې په ناقانونه توګه د ډبرو سکرو استخراج او نورو هېوادونو ته یې په ټیټه بیه د صادراتو په اړه اندېښنې شته، خو د اسلامي امارت مسوولان وایي چې د سکرو بیه یې لوړه کړې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تېرو څو میاشتو په پرتله د سکرو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده. هغه همداراز، په تېرو څو میاشتو کې د ډبرو سکرو پر صادراتو د تعرفې د زياتوالي خبر هم ورکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مالیې وزارت ویاند زیاته کړه: «د کب تر میاشتې پورې د یو ټُن سکرو بیه ۹۰ ډالره وه او تعرفه یې ۲۰سلنه، وروسته تعرفه ۳۰سلنه شوه. اوس د هر ټُن سکرو بیه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې او تعرفه یې هم ۳۰سلنه شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان لومړي وزیر امر کړی چې افغانستان څخه دې د سکرو واردات په کلدارو وشي. شهباز شریف په یوې ناسته کې ویلي چې په دې کار سره به دغه هېواد د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه هر کال ۲.۲ میلیارده ډالر وسپموي او په ارزانه بیه به برښنا تولید کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر د دغو څرګندونو په غبرګون کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو ویلي چې دوی له کوم هېواد سره د سکرو په برخه کې رسمي تړون نه لري او په هېواد کې دننه د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې اجازه نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وایي: «افغانستان کې دننه په کلدارو معاملې ته اجازه نه ورکوو. موږ د ډبرو سکاره په افغاني سوداګرو او په افغاني اسعارو پلورو او دا چې سوداګر په کومو پیسو معامله کوي موږ پکې مداخله نه کوو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند بهر ته د لس زره ټُنه ډبرو سکرو د صادرولو خبر هم ورکړ هغه زیاته کړه، له سکرو څخه هره ورځ ۱۰۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي. د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۸ میاشتو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو له صادراتو څخه ۱۳ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام