د م.م پراختیايي پروګرام: یوه ډله کسان خلک تېرباسي او پیسې ترې اخلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د رسنیو برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه ډله خلک په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه لغمان او کونړ کې د دغه بنسټ د یوې مخکینۍ پروژې له ټاپې/ مُهر څخه په استفادې خلک تېرباسي او پیسې ترې اخلي.

هرات کې د قول‌اردو پر کارکوونکو برید؛ درې کسان وژل شوي ۱۸ ټپیان دي

د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو پر کارکوونکو په دوو جلا جلا بریدونو کې د یاد قول‌اردو دوه کارکوونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، دغه پېښې د هرات ښار په نمبر یک او غیزان سنکر سیمو کې رامنځته شوي دي.

د علماوو غونډه؛ سیاستوال نیوکه کوي چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل د بحث موضوع نه وه

په کابل کې د افغانستان د علماوو د درې ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته یو شمېر سیاستوالو نیوکه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل د دې غونډې په اجنډا کې نه وه او نه پرې بحث شوی.

د «کابل انتقادي ښوونځي» بنسټ د نجونو ښوونځیو د بیاپرانیستلو غوښتنه وکړه

د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدو ته د غبرګونونو په لړ کې نن د «کابل انتقادي ښوونځي» بنسټ مسوولانو کابل کې د یوې غونډې پرمهال د نجونو ښوونځیو پر نه‌پرانستلو نیوکه وکړه او وې ویل چې اسلامي امارت نجونې له اسلامي او شرعي حق څخه محرومې کړي دي.

شنونکي: د دیني علماوو غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې ونه ‌شوې

کابل کې د افغانستان د دیني علماوو لویه غونډه چې د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ پیل شوې وه، پرون د دې غونډې د ګډونوالو له لوري د یوه یوولس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده. خو د چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د علماوو غونډه کې په ډېرو مهمو او حیاتي مسایلو بحث نه دی شوی.

اروپايي ټولنه افغان ماشومانو سره ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ او د پولیو ضد واکسین د تطبیق په موخه ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي. یونېسف ویلي، تېر کال د ۸۸سلنه کورنیو لږ تر لږه یوه کس په ډېرو سختو شرایطو کې له کور د باندې کار کاوه.

شنونکي: د حکومت او ولس ترمنځ واټن هېواد کې د ناامنۍ لامل شوی

بېګاه شپه په ننګرهار کې یوې دیني مدرسې ته لاسي بم وراچول شوی چې له امله یې ۸ زده‌کوونکي ټپیان شوي دي. دا په هېواد کې وروستۍ او  تازه امنیتي پېښه ده چې په اړه یې راپور ورکول کېږي. د دې ترڅنګ پرون پر کابل څو راکېټونه ویشتل شوي چې ویل کېږي موخه یې د علماوو لویه غونډه وه.