د افغانستان د ښځو او بشري‌‌حقونو چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د اسلامي امارت او د امریکايي پلاویو ترمنځ په خبرو کې یې له ګډون ډډه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې چې هلته به له اسلامي امارت سره همکاري وکړي چې اسلامي امارت د نجونو او ښځو حقونو درناوي ته اماده شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رینا امیري نن سهار پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له ارزونو او مشورو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د امریکايي او د اسلامي امارت د پلاویو ترمنځ په قطر کې د تېرې اوونۍ په خبرو کې له ګډون ډډه وکړي.

د افغان ښځو او بشري‌حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې همداراز ویلي، له خپلو همکارانو چې له اسلامي امارت سره په خبرو بوخت دي، د ۴۰ میلیونه افغانانو د ژوند ښه‌ کولو په موخه په اقتصادي او د بشردوستانه غبرګون برخه کې یې ملاتړ کوي.

نوموړې زیاته کړې چې د  معنی لرونکو اقداماتو لپاره څرک لیدل کېږي او باید له اسلامي امارت سره خبرې وشي.

په همدې حال کې امیري ټینګار کړې، له هغو سیمو چې د دوی دفتر ترې څارنه لري، د اسلامي امارت د اوسني دریځ او اقداماتو په اړه اندېښمنه ده.

په ورته مهال نوموړې ویلي، که څه هم تراوسه د نړیوالو تعامل د ښځو او نجونو د حقونو درناوي او د لږکیو حقونو د ورکړې په برخه کې پایله نه ده ورکړې، خو نوموړې هیله‌مندي څرګنده کړې چې دا کار به پایلې ورکړي.

امیري ټينګار کړی چې امریکا د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغانانو بشري‌حقونو ته درناوی ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د جون میاشتې په ۱۹ او ۳۰ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري پلاوي سره خبرې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام