میدان وردګ کې سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي

د میدان وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو پرمهال سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار  ته ویلي چې بېګاه ناوخته د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او شپږ ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ښاریان: د هبت‌الله اخند‌زاده وروستی لارښود ښکاره «ظلم» دی

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌ازده له قوله یوه سپارښتنه خپره کړې چې پربنسټ یې، د ا.ا پر چارواکو بې‌ځایه تور لګول شرعي جواز نه لري.

په همدې حال کې یو‌شمېر هېوا‌دوال وايي چې د اسلامي امارت د مشر وروستۍ فرمان ښکاره ظلم دی. .

پروان کې یو شکمن ځوان په ښځینه لباس کې نیول شوی

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمد‌کامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون د چاریکار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه  کې د ا.ا ځواکونو یو شکمن ځوان چې د ښځو لباس یې اغوستی و، په یوه چک‌پواینټ کې نیولی دی.

هلمند کې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې ټپیان دي

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د راکېټ ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه پېښه پرون له غرمې مخکې د لښګرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

میدان وردګ کې د دودیزو لوبو مېله ترسره شوه

د میدان وردګ د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالي د بابا غر په لمن کې پرون د د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا د سپورټ امریت او چاپیریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د فرهنګي لوبو مېله ترسره شوه.

غزني کې د ا.ا دوه سرتیري د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي

د غزني «سردې بند» کې د ا.ا دوه سرتیري د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي. د غزني د امنیې قومنداني ویاند ابوخالد سرحدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې د ا.ا دغه دواړه سرتیري پرون ناوخته د یاد ولایت «سردې بند» کې د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.