سپین‌غر پړانګانو کرېکټ لوبډلې د شپږیزې لیګ سیالیو په نهمه لوبه کې پامیر زلمیو لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په نهمه لوبه کې چې نن جمعه ۹بجې پیل شوه، په یاده سیالي کې پامیر زلمیو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پامیر زلمیو لپاره په دغه لوبه کې نور‌علي ځدراڼ ښه لوبه وکړه او ۶۷ منډې یې جوړې کړې. په ځواب کې د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې بهترینه لوبه وکړه او ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۵ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د سپین‌غر زلمیو لوبډلې لپاره یوځل بیا نجیب‌الله ځدراڼ ښه لوبه وکړه او په ۴۱ توپونو یې ناسوځېدلې ۸۳ منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې اظهار الحق نوید ونومول چې په څلور اورونو کې یې د ۲۳ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځولي و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شپږیزې کرېکټ لیګ په نننۍ دویمه لوبه چې له غرمې وروسته به ترسره شي، کابل بازان لوبډله به د میس‌عینک اتلانو پروړاندې ولوبېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام