انالنا بربوک: افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو حقونو د سرغړونې شاهد دی

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک د اروپا ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې کېږي.

انالنا بربوک همداراز ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو  پر وضعیت ځانګړی پام لري.

شنونکي: د ازبکستان ناسته له افغانستانه د ګواښ نه پېښېدو په اړه له ا.ا ډاډ ترلاسه کول و

ازبکستان کې د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله یو‌شمېر شنونکي دغه ناسته د سیمې او نړۍ امنیت ته د افغانستان له خاورې د ګواښ نه پېښېدو په اړه له ا.ا د ډاډ ترلاسه کولو په معنی بولي. بل‌خوا د پوهنتون استاد محمود اضطرابي یاده ناسته د اسلامي امارت د مشرانو کړنو ته په کتو ګټوره نه بولي.

مالیې وزارت د خصوصي سکټور ۶۰میلیارده افغانۍ کنګل کړي

د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا د پانګوالو پروړاندې د اسلامي امارت له تګ‌لارې شکایت کوي. د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا په وینا، د مالیې وزارت د دوی ۶۰ میلیارده افغانۍ کنګل او د خصوصي شرکتونو مسوولان یې ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

دایکندي کې د سېلابونو راوتلو له امله یوه نجلۍ مړه شوې

په دایکندي کې محلي سرچینې او رسنۍ وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې په مرکز او شهرستان، میرامور او خدیر ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یوه نجلۍ مړه شوې او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولې دي. د دایکندي د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د دغه کلي اوسېدونکو د یادې ۱۱کلنې نجلۍ جسد نن له خټو رایستلی دی.

د پاسپورټ اخیستو بهیر کې له ځنډ د خلکو شکایت

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راپدېخوا هېواد کې د پاسپورټ د غوښتونکو کچه په بې‌مخینې توګه لوړه شوې، خو پاسپورټ ریاست کې د ظرفیت کمښت او د پاسپورټ د غوښتونکو لوړ شمېر، لامل شوی چې د پاسپورټ اخیستلو  بهیر له خنډ سره مخ شي.

امریکا ا.ا سره د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په اړه خبرو ته چمتووالی ښودلی

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته له یوه ورځ ځنډ وروسته نن د یو‌شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون پیل شوه. ویل کېږي چې یاده نړیواله ناسته به پر اقتصادي او امنیتي موضوعاتو راڅرخي.

پکتیا کې د سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ ټپیان دي

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او  فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

روزګان کې سېلابونو دوه کسان مړه کړي

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او ګڼ‌شمېر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، سېلابونه د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او یو‌شمېر ولسوالیو کې راوتلې دي. په همدې حال کې د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د روزګان له محلي ادارې او مرستندویه بنسټونو  د مرستو غوښتنه کوي.

د م.م پراختیايي پروګرام د تېرو شپږو میاشتو پرمهال هېواد کې ۵۶۰زره لنډمهالي کاري فرصتونه رامنځته کړي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول عبدالله الدرداري سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سازمان افغانستان کې د اقتصاد پیاوړتیا او د خلکو وضعیت ښه‌کولو برخه کې ګټورې پروژې تر لاس لاندې لري.