د اسلامي امارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولان وايي چې له دې وروسته د دولتي ادارو د کارکوونکو ګومارنه کې «په اسلامي اصولو سمبالښت» ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ریاست مرستیال نصیراحمد نن کابل کې د برښنايي ازموینې د مرکز بیا پرانیستې پرمهال وویل، دولتي ادارو کې د یوه کس ګومارلو لپاره پر اسلامي اصولو سمبالښت او دا چې تېر وخت یې څنګه دی، ډېر اړین دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا، د دولتي بستونو غوښتونکي په هغه صورت کې ګومارل کېږي چې د اسلامي پوهې په برخه کې د غوښتونکي کس د څېړلو پروسه بشپړه شوې وي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د برښنايي ازموینو مرکز نن یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ.

د چارو اداري د عمومي ریاست مرستیال سیف‌الدن طائب د دغه مرکز د پرانیستلو پرمهال وویل، د الکترونیکي آزموینو ملي ادارې د فعالیت په پيلېدو سره به آزموینو کې د فساد مخنیوی وشي.

د نوموړي په وینا، له دې وروسته به د ازموینې په بهیر کې لاسوهنه صفر شي او د ازموینې پایله به یې هماغه شېبه اعلانېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت داسې مهال د دولتي بستونو غوښتونکو لپاره پر «اسلامي اصولو سمبالښت» له مهمو مواردو څخه بولي چې تر دې وړاندې دولتي ادارو کې د ګومارنې لپاره مسلکي‌توب له لومړیتوبونو څخه و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام