افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول عبدالله الدرداري سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سازمان افغانستان کې د اقتصاد پیاوړتیا او د خلکو وضعیت ښه‌کولو برخه کې ګټورې پروژې تر لاس لاندې لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مسوول همداراز ویلي چې یاد سازمان افغانستان کې د چټکې ودې او ابادۍ برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه ستره پروژه بشپړه کړې او په وینا یې، هوډ لري چې سږکال هم د ۲۲۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په ټول افغانستان کې یوه پروژه پلې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز ویلي چې دغه سازمان د تېرو شپږو میاشتو پرمهال افغانستان کې شاوخوا ۵۶۰زره لنډمهاله کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام کابل کې د یوه سیمینار پرمهال د هېواد په اتو زونونو کې د اقتصادي وضعیت ښه‌والي په موخه د موسسو له استازیو، ښځینه او نارینه سوداګرو او مدني فعالانو څخه نظرونه راټول کړل. د یاد سیمینار ګډونوالو د افغانستان حوزوي اقتصاد لید لوري او ښه‌والي لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرحه کړل.

د کرنې برخې پیاوړتیا، د صنعت او سوداګرۍ وده او په ولایتونو کې د اقتصادي زېربناوو او طبیعي سرچینو ته پام، له هغو مهمو موضوعاتو و چې د یاد سیمینار ګډونوالو د افغانستان په زونونو کې د اقتصاد ښه‌والي لپاره مهم وبلل.

همداراز ګډونوالو کروندګرو ته عامه پوهاوی، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د اوبو مدیریت او وېش، د محلي محصولاتو د تولید زیاتوالي ته پام او یو لړ موضوعات وړاندیز کړل.

په همدې حال کې د صنعت وده، په ځانګړې توګه د غالیو اوبدلو صنعت چې تر  ډېره په‌کې ښځې ونډه لري، د صنعتي پارکونو پیاوړتیا، خامو  موادو او تولیدي وسایلو ته د خلکو لاسرسی او د کارخونو معیاري کول یې د خلکو د اقتصادي ودې لپاره اړین یاد کړل.

په همدې حال کې د یاد سیمینار ګډونوالو د محصولاتو د بازارموندنې ترڅنګ، انلاین سوداګرۍ، له کوچنیو او منځیو سوداګریو ملاتړ او پولي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

د یاد سیمینار ګډونوالو همداراز په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي سرچینو څخه استفاده او د کانونو استخراج سربېره، د ځنګلونو بیارغونه د افغانستان په ټولو سیمو کې د اقتصاد ښه‌والي برخه کې ګټور وبلل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د سیمینار ګډونوالو په بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او په بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ښځو ته د ګډون زمینه برابرول، د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره اړین وباله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام