
کندوز کې غالۍپلورونکي د دغه صنعت د صادراتو له کموالي اندېښمن دي
کندوز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر نورو زیاتې غالۍ تولیدوي او د غالیو ډېر اوبدونکي او تولیدونکي هم چهاردرې، قلعهزال او امامصاحب ولسوالیو څخه د ترکمن قوم وګړي دي.

کندوز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر نورو زیاتې غالۍ تولیدوي او د غالیو ډېر اوبدونکي او تولیدونکي هم چهاردرې، قلعهزال او امامصاحب ولسوالیو څخه د ترکمن قوم وګړي دي.

د راپورونو له مخې، پرون جمعه اسراییلي ځواکونو د فلسطین په غزه کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې د یوې وسلهوالې ډلې د مشر په ګډون لس کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی. د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن ماښام د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې په يوې لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړي ویلي چې د دې چاودنې په پایله کې ۸ ملکيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

وروسته له هغې چې امریکا په یوه هوايي برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وواژه، نن د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کې زرګونه افغانان لارو او کوڅو ته راووتل او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.
لاریون کوونکو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د دغه هېواد له لوري یې په کابل کې وروستی هوايي برید وغانده.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله مور او دوه ورونه وژلي دي.

په دې وروستیو دوو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې یوشمېر افغان پناه غوښتونکي د ایران او ترکیې پر پوله د ځینو کسانو لهخوا وهل ټکول کېږي چې د افغانانو غبرګونونه یې راپارولي دي. دغه ویډیوګانې چې ویل کېږي د ایران او ترکیې پر پوله اخیستل شوي، یوه ډله افغانان شکنجه او وهل ډبول کېږي.

سپینغر پړانګان لوبډله د شپږیزې کرېکټ لیګ په پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د روان۲۰۲۲ کال شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي خپله کړه.

د کابل کارته سخي سیمه کې د پرونۍ وسلهوالې نښتې وروسته لا هم دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د خبریالانو په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورنږدې شي. د پوځي کارپوه اسدالله ندیم په وینا، امنیتي ځواکونه باید له نویو تکتیکونو کار واخلي او هغه څه ونه کړي چې د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده. دغې کمېټې پرون پر خپل ویب سایټ کې لیکلي، د ا.ا له واکمنېدو وروسته، اقتصادي بحران چې د لوږې اصلي دلایلو څخه دی، رامنځته شوی دی. په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ښهوالي لپاره پر یو لړ طرحو کار کوي.

یوه ډله ځوانانو ننګرهار کې د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅې پیل کړي او غواړي د کوچنیو اوبو بندونو په جوړولو د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.

ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې نن د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې یادې ادارې د سوداګریزو او نورو توکو د لېږد له لارې په تېره یوه کال کې میلیاردونه افغانۍ ترلاسه کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ویلي، د خوست په سپېرې ولسوالي کې د شوې مرګونې زلزلې له امله کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.
د یونېسف د بشردوستانه چارو کارکوونکې انی کندروچیک په یوه ټویټ کې لیکلي، له هغو سیمو څخه یې لیدنه کړې چې په وروستۍ زلزله کې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې کابل ښار کې د اسلامي امارت د ځواکونو او (داعش) ډلې پورې د اړوند وسله والو کسانو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې ده.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په دویمه نیمه پایلوبه کې نن سپینغر پړانګان د کابل بازانو پر وړاندې لوبه وکړه او بریالۍ شوه چې کابل بازانو ته د ۶۳ منډو په توپیر ماته ورکړي.

لوګر کې د کرنیزو فصلونو خړوبولو لپاره د ژورو څاهګانو کېندلو او وچکالۍ له امله د مرکز پُلعلم او ولسوالیو ډېری سیمو کې د څښاک اوبو څاهګانې وچې شوي چې خلک یې ستونزو سره مخ کړي دي.