د بدخشان خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي

د بدخشان سيمه‌ييز مسوولان وایي چې د ياد ولايت خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندانۍ وايي، ياد شمېر ځواکونه د طالبانو له لوري له کلابندۍ وروسته دوی سره يوځای شوي دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې د کام‌ایر الوتکې د ماشین‌اور اخیستو ادعا رد کړه

د ملکي هوايي چلند ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کام‌ایر هوايي شرکت الوتکې منځ کې د اورښودنې الې هوا کې د ټکان خوړلو له کبله د اور لګېدو غلته نښه ورکړې او دا چاره د خلکو د وارخطایي لامل شوې ده. دغه اداره وایي، الوتکه او سپرلۍ دواړه خوندي دي.

ټرمپ د سږ کال تر کرسمس پورې ټول سرتېري افغانستان نه باسي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټوېټر لیکلي، باید د امریکايي ځواکونو پاتې کوچنۍ ډله هم چې افغانستان کې خدمت کوي تر را روان میلادي کال پيل پورې هېواد ته ستنه شي. خو د نوموړي تر څرګندونو مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، امریکا د راتلونکي کال لومړیو کې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته کموي.

طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې هلمند ته تر ټولو ډېر چاودېدونکي توکي لېږدولي

د هلمند په ځينو ولسوالیو کې تازه د وسله‌والو طالبانو له لوري پر یو شمېر امنیتي پوستو د بریدونو او د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي؛ خو ترڅنګ يې د هلمند والي محمد یاسین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې وسله‌والو طالبانو په ډېره کچه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي او غواړي چې د عامه تاسیساتو په له منځه وړلو کې يې وکاروي.

د افغان سولې پروسه ولې لغوه شوه؟

که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي او د دغې جګړې نږدې ټوله مرګ‌ژوبله هم افغانانو ته اوړي.