هلمند کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ووژل شو

ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، هلمند کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان‌الله چې د «شفیق» په نوم د شبکې رهبري یې کوله ناوې ولسوالۍ کې یوه هوايي برید کې وژل شوی.
د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوايي برید کې ۸ نور وسله‌وال طالبان هم وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې، مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

د کندهار د استيناف څارنوالۍ پخوانی رييس شبیراحمد قیومي ووژل شو

د کندهار د والي وياند بهیراحمد احمدي سلام‌وطندار ته وايي، ناپېژاندو موټرسايکل سپرو وسله‌والو د ياد ولايت د استيناف څانوالۍ پخوانی رييس شبیراحمد قیومي وواژه.

نوموړي وويل، دغه پېښه نن وروسته له غرمې د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوړند قادري واټ سيمه کې شوې ده.

افغانستان بياځلې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نړیوال سازمان غړی شو

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان «EITI» کې افغانستان بياځلې غړیتوب ترلاسه کړ.

له ياد وزارته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري‌ چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شو.

د هېواد د ۴ هوايي ډګرونو امنیتي چارې د اماراتو G42 بهرني شرکت ته وسپارل شوې

د هېواد د څلورو سترو هوايي ډګرونو امنیتي چارې یوه بهرني شرکت ته وسپارل  شوې. دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې حکومت له اوسنیو شرکتونو سره د ټیټ کیفیت کار له کبله تړونونه لغوه کړل.
د هوايي چلند اداره وايي، د افغانستان په څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي، احمدشاه ابدالي او هرات هوايي ډګرونو کې امنیتي او عملیاتي خدمتونه د عربي متحده اماراتو یوه شرکت ته سپارل شوي او ټاکل شوې راروانه میلادي میاشت خپل کاورنه پيل کړي.

 غني: طالبان بين‌الافغاني خبرو کې د شريعت پر ځای د امريکا هوکړه غوره ګڼي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې بين‌الافغاني خبرې دې د قران او اسلامي شريعت پر بنسټ وي. نوموړی وايي، طالبان ادعا کوي چې کلونه يې دين لپاره مبارزه کړې؛ خو د سولې خبرې له امريکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ کوي.

کندهار کې د سړک‌غاړې ماین چاودنې ۵ ملکيان وژلي

د کندهار امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت د سړک‌غاړې ماين چاودنه کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.

د ياد ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزی سلام‌وطندار ته وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې د میوند ولسوالۍ «کارېز» سیمه کې پر زرنج موټرسایکل شوې .

د هرات زندان کې اخ او ډب؛ ۸ بندیان وژل شوي

د هرات په مرکزي زندان کې د پولیسو او زندانیانو د اخ او ډب پرمهال ۸ بندیان وژل شوي ۸ بنديان او ۴ پولیس ټپيان شوي دي.

د هرات د عامې ورغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، د هرات په زندان کې د اخ و ډب له کبله د هرات حوزوي روغتون ته د لېږدول شویو بندیانو د جسدونو څېړنه ښيي چې يو بندي د مرمۍ په ډز او ۷ نور د نامعلومو زهري توکيو په خوړولو سره مړه شوي دي.

ولسي جرګې د الکټرونيکي پېژندپاڼو د تعديل طرحه تایید کړه

ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې د الکټرونيکي پېژندپاڼو د قانون د تعدیل طرحه تاييد کړه.

په دې طرحه کې چې شاوخوا ۶۰ وکيلانو لاسليکونه کړي وو، وړانديز شوې ده چې د دولتي کار کوونکيو، متقاعدینو، معلولانو او د شهیدانو د کورنیو معاشونه او حقوق د پخوانۍ کاغذي تذکرې له مخې ورکړل شي.

دايکندي کې پر يوې ښځې د غلو ډله‌ييز جنسي تېری؛ عاملان يې ونيول شول

د دايکندي د ښځو چارو رياست مسوولان تاييدوي چې د ياد ولايت په مرکز کې د غلو يوې ډلې پر ۲۰ کلنې ښځې ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی.

د ياد ولايت د ښځو چارو رييسه بې‌نظیر جعفري سلام‌وطندار ته وايي، تېره اوونۍ شپې مهال يوې ډلې غلو د مسافرو يو موټر درولی او مالونه لوټلي او وروسته يې پر يوې ۲۰کلنې مسافرې ډله‌ييز جنسي تېری وکړ.

د فاریاب هټیوالو ته د طالبانو خبرداری؛ خپل توکي وباسئ که نه سوځېږي

د قیصار ولسوالۍ کسبګر او هټیوال وايي، وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ بازار هټیوالو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپل تجارتي مالونه او توکي له بازار څخه وباسي. د هغوی په خبره، د طالبانو د دې خبرداري موخه دا ده چې هغوی پلان لري د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیې قوماندانۍ برید وکړي.