Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان بياځلې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نړیوال سازمان غړی شو

13960529154631446117031510-oxnyv3408ah4aqvv82u9jl9mwun756imtxie5dgy38

 

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان «EITI» کې افغانستان بياځلې غړیتوب ترلاسه کړ.

له ياد وزارته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري‌ چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شو.

خبرپانه زياتوي، د کانونو او پټرولیم وزارت په تصدیو کې د اصلاحاتو او د قراردادونو او جوازونو د ورکړې په پروسه کې د شفافیت د ټینګښت سربېره د اعتبار ورکړې د دویمې پروسې د معیارونو په پوره کولو کې غوره پرمختګونه کړي دي.

د کانونو وزارت همداراز وایي، افغانستان د یاد سازمان د بورډ د غونډې د پرېکړې پر بنسټ خپل غړیتوب بېرته ترلاسه کړ او له دې سره یې د جینیوا د ګډې حساب ورکړې ۱۲.۵ شمېره شرط هم پوره کړ.‌

د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان «EITI» په يوه اعلاميه کې ويلي چې افغانستان د استخراجي صنایعو د سکټور برخه کې شفافيت درلود او له همدې کبله يې افغانستان ته په ياد سازمان کې بيا غړيتوب ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام