د هلمند ګرشک ولسوالي کې په ۴۵زره ډالرو یو جومات جوړېږي
د هلمند د ګرشک ولسوالي په نورزو سیمه کې د ۴۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه جومات د هلمند د ګرشک ولسوالي اړوند «نورزو» سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره جوړېږي.
یاد جومات د کورنیو چارو وزارت سرپرست په لارښوونه او د یوه ترکي بنسټ له لوري جوړېږي چې پر رغېدو به یې ۴۵۰۰۰ «پنځه څلوېښت زره» امریکايي ډالره لګښت راشي.