Asset 1SWN

د علومو اکاډمي د «کرنیزو محصولاتو پروسس» په اړه علمي سیمنار جوړ کړ

Mat-og-miljo-3

د افغانستان علومو اکاډمي نن «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د «اقتصادي وده کې د کرنیزو محصوولاتو د پروسس رول» تر نوم لاندې یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمنار جوړ کړ.

د علومو اکاډمۍ سرمحقق مرستیال محمدطاهر رسولي یاد علمي سیمنار کې وویل، دا چې هېواد کې کرنیز محصولات په معیاري ډول نه پروسس کېږي، دې برخه کې د ننګونو مشخصولو او ورته د حل‌لارو لټولو لپاره یې دغه علمي او څېړنیز سیمینار جوړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د کرنیزو محصولاتو د پروسس پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره، د علومو اکاډمۍ ۲۱علمي او څېړنیزې مقالې چمتو کړي او اړوند بنسټونو ته یې استولي دي.

نوموړي وویل: «سړې‌خونې نه‌لرو چې کرنیز محصولات مو په سمه توګه پروسس شي او بازار ته وړاندې شي.» د علومو اکاډمۍ څېړونکی ویس‌الدین جواد د سړوخونو جوړول او عرضه او تقاضا کې انډول د کرنیزو محصوولاتو د پروسس لپاره له مناسبو حل لارو څخه بولي.

هغه زیاته کړه: «د کرنیزو محصولاتو پروسس او د هېواد اقتصادي وده کې یې د رول په اړه دغه سیمنار جوړ شوی چې څنګه وکولای شو، کرنیز محصولات پروسس او پر وخت ترې استفاده وکړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت «اقتصادي پرمختګ کې د کرنیزو محصوولاتو د پروسس رول» تر نوم لاندې دې یو ورځني علمي او څېړنیز سیمنار ته استولي پیغام کې ویلي، ټاکل شوې هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره شپږ زونونه رامنځته شي.

د علومو اکاډمۍ د کرنیز انستیتیوت امر محمد میا مرهون وویل: «دغه وزارت د کرنیزو محصولاتو پروسس لپاره شپږ زونونه رامنځته کوي چې دا د کارموندنې او د کروندګرو محصولاتو پلور لپاره ښه زمینه رامنځته کوي.»

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان د کرنې اړوند څېړنې، د کرنې میکانیزه کول او د کرنیزو محصولاتو راټولول، پروسس او ورته بازار موندنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کرنې وزارت د شمېرو پر بنسټ، دامهال د کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، کندوز او پکتیا ولایتونو په شمول د هېواد په ۷ زونونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ ۱۹ مرکزونه فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام