افغانستان نن له هند سره د شل اووره سیالیو تاریخي لوبلړۍ پیلوي

ټاکل شوې چې نن د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو شل اووره سیالیو تاریخي او لومړۍ لوبلړۍ پیل شي.

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو له دې وړاندې یوازې د شل اووره نړیوال جام او اسیا جام شل اووره فرمټ کې سره مخ شوي او دا لومړی ځل دی چې شل اووره لوبلړۍ کوي.

د متقي او قُمي لیدنه کې د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې پر جوړېدو ټینګار شوی

په کابل کې د ایران سفارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې یو ځل بیا د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې پر جوړېدو خبرې اترې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي هم د دې ډلې د جوړېدو هرکلی کړی دی.

کروندګر: دوامدارې وچکالي مو کروندې زیانمنې کړي

د هېواد شمال، لوېدیځ او سوېلي ولایتونو کې یوشمېر کروندګر وايي، پرلپسې وچکالۍ او طبیعي افتونو د هغوی کروندو ته ډېر زیان رسولی دی.

تخار ولایت کې کروندګر محمد عمر وویل، دوامداره وچکالۍ لامل شوې سیمه کې یې له ۳۰ تر ۴۰ پورې باغونه زیانمن شي. د غور کروندګر رحیم‌الله له اسلامي امارته غواړي چې د وچکالۍ د ناوړه اغېزو کمولو لپاره کروندګرو او مالدارانو څخه ملاتړ وکړي.

د خوست مرکز «غرشېن» اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاو له نشتون شکایت کوي

«غرشین» چې د خوست د مرکز اړوند ۱۴کیلومترۍ کې پرته سیمه ده، اوسېدونکي یې وايي، تراوسه لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او له کبله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وویل، د تېرو جګړو پرمهال یې د کلینک او ښوونځي ودانۍ ویجاړې شوي او دامهال په دغو نیمه ویجاړو ودانیو کې دوه کورنۍ ژوند کوي.

خوست کې یوه کس خپل خُسر، خواښې، دوه ښينې او اوښی وژلي

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالیو کې یوه کس خپله خُسر، خواښې، اوښی او دوه ښینې وژلي دي.

پېښه پرون سه‌شنبه ۶:۳۰ «مرغومې ۱۹مه» د تڼیو ولسوالي په نریزي سیمه کې رامنځته شوې ده. تراوسه معلومه نه‌ده چې دغه کس ولې د خپلې خُسرګنۍ پنځه غړي وژلي.؟

له ډیجیټل حکومتولۍ تر کاغذپرانۍ؛ کابل کې به نور د پاسپورټ لپاره حضوري نوملیکنه کېږي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په حضوري ډول د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر پیلوي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې اړمنو کسانو په انلاین ډول د ګڼې‌ګوڼې له امله نه شوای کولای چې په بېړنۍ توګه پاسپورټ ترلاسه کړي او د دې ستونزې د حل لپاره یاد بهیر پیلوي.

اوچا: ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر دفتر «اوچا» وايي، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د «اوچا» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي، سږکال به افغانستان کې شاوخوا ۲۳میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن وي. د یادې ادارې په وینا، دامهال د افغانستان نیمايي نفوس له بې‌وزلي سره لاس او ګرېوان دی.

لوګر کې یو ۱۵کلن ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی

 د لوګر محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالي په «کارېزو سلیمان‌خېل» کلي کې یو ۱۵کلن ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ځوان نیازمحمد نومېده او  د اوبو ژورې څاه ته  تر لوېدو وروسته مړ شوی دی.

کابل کې سبا په افلاین توګه د پاسپورټ لپاره د نوملیکنې بهیر پیلېږي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، مرغومې۲۰مه» کابل کې په افلاین بڼه د پاسپورټ لپاره د نوملیکنې بهیر پیلوي.

دغه ریاست نن سه‌شنبه مرغومې ۱۹مه پر اېکس لیکلي چې د انلاین بڼې ترڅنګ به په افلاین «حضوري» توګه هم یوازې پلازمېنې کابل کې د پاسپورټونو د وېشل بهیر پیل کړي.

ا.ا: ملا فضل‌الرحمان له پاکستانه د «پر باور ولاړې همکارۍ» پیغام راوړی و

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر ملا فضل‌الرحمان کابل ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د سرپرست حکومت له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره په کتنه کې د دوه‌اړخیز باور پر بنسټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د افغان او ایران د ګډو کمېټو ناسته؛ کارپوهان: ګټوره ده

د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو کمېټو په لومړۍ ناسته کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هوکړې کړې دي.

دغه ناسته «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا ترڅنګ دې برخه کې د شته ستونزو پر هواري هم خبرې شوې دي.

لوګر کې بې‌وزله کورنۍ: کېدونکې مرستې راته بسنه نه‌کوي

د لوګر یو‌شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له‌خوا کېدونکې مرستې ورته بسنه نه‌کوي.

د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر دغه بې‌وزله کورنۍ  سلام‌وطندار ته وايي چې یادې مرستې یې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای او له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو یې غوښتنه وکړه چې بنسټ‌ییزې مرسته ورسره وکړي.

افغان ۱۹کلنه لوبډله نن سوېلي‌افریقا سره لوبېږي

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله نن د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې له کوربه‌ سوېلي‌افریقا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن دوشنبه جنورۍ اتمه د سوېلي افریقا په اولډ اېډوارډینز کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.