Asset 1SWN

افغان ۱۹کلنه لوبډله نن سوېلي‌افریقا سره لوبېږي

416113626_877555064374560_1895713808258081040_n

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله نن د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې له کوربه‌ سوېلي‌افریقا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن دوشنبه جنورۍ اتمه د سوېلي افریقا په اولډ اېډوارډینز کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان په یاده لوبلړۍ کې تر دې مهاله درې لوبې کړي چې یوه یې ګټلې او دوه یې بایللې دي. افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سوېلي افریقا ماته کړې، خو هند ته یې بیا دواړه سیالۍ بایللې دي.

د سوېلي‌افریقا ۱۹کلنې لوبډلې په کړیو درېوو سیالیو کې تراوسه کومه لوبه نه‌ده ګټلې. که افغان لوبډله یاده سیالي وګټي، نو هند سره به د دې درې اړخیزې لوبلړۍ په پای‌لوبه کې ولوبېږي.

هند خپلې کړې څلور لوبې ګټلې دي.

یادې درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبې د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په موخه جوړې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۱۹کلنو کرېکټ نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۹مه د سوېلي افریقا په کوربه‌توب پیلېږي چې افغان لوبډله له نیوزیلنډ، پاکستان او نیپال سره یوه ګروپ کې راغلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام