Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان: کابل ته د فضل‌الرحمن د سفر ملاتړ نه‌کوو

Pakistani opposition leader and head of Muttahida Majlis-e-Amal (MMA), a religious parties alliance, Maulana Fazalur Rehman leaves after attending a meeting in Islamabad on July 31, 2018.
A group of Pakistani political parties announced a protest demanding new elections following allegations of rigging in last week's nationwide polls that were won by cricket hero Imran Khan's party. "We will run a movement for holding of elections again. There will be protests," said Maulana Fazalur Rehman from the All Parties Conference, which included outgoing ruling party, the Pakistan Muslim League-Nawaz / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

کابل ته د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل‌الرحمن سفر سره هم‌مهاله د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د نوموړي له سفر ملاتړ نه‌کوي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون پنج‌شنبه«جنورۍ ۱۱مه» اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي چې فضل‌الرحمن په شخصي توګه کابل ته سفر کړی او د پاکستان لنډمهاله حکومت یې ملاتړ نه‌کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلوڅ همداراز وویل چې پاکستان ته تر ستنېدو وروسته به فضل‌الرحمن د خپل سفر په اړه بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي.

نوموړي کابل ته له سفر وړاندې پاکستاني رسنیو سره مرکه کې ویلي و چې افغانستان ته یې د سفر موخه د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د رامنځته شوې بې‌باورۍ له‌منځه وړل دي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل‌الرحمن د جنورۍ پر اوومه کابل ته سفر کړی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر لیدو، کتو بوخت دی.

فضل‌الرحمن نن جمعه «جنورۍ ۱۲مه» کابل کې د کډالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په یاده لیدنه کې حقاني ویلي، پاکستان دې د افغان کډوالو ۴۰کلن کوربه‌توب په اوبو نه‌لاهو کوي او افغانانو ته دې وخت ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام