Asset 1SWN

پکتیکا کې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین پيل شو

۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین یې پیل کړی دی.

د تورو ښیښو د سپینولو یاد کمپاین «چهارشنبه، مرغومې ۲۰مه» پیل شوی چې تراوسه یې د یو‌شمېر موټرو ښیښې سپینې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیکا د امنیې قومنداني له دفتر څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادې قومنداني اړوند د جنایي جرمونو پر وړاندې د ډایاک چارو معاونیت له‌خوا د محلي کنترول د منسوبینو په ملتیا مرکز ښرنې ښار په مربوطاتو کې د موټرو د تورو ښیښو د سپینولو کمپاین پیل کړی دی.

د امنيه قومنداني په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد کمپاين يې د تورو ښیښو د سپينولو په تړاو د راغلي فرمان پر بنسټ پیل کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو یاد کمپاین به د دغه ولایت ولسوالیو ته هم وغځول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام