کاپیسا کې دوو زدهکړیالانو بېپېلوټه الوتکه جوړه کړې
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اړوند د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ دوو زدهکړیالانو یوه بېپېلوټه الوتکه جوړه کړې.
د برکتالله اکبري او احمدشجاع اکبري په نومونو دغه دوه زدهکړیالان د کاپیسا د نجراب ولسوالي اوسېدونکي دي او کابل کې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ د برښنا او ماشین میخانیک برخه کې زدهکړې کوي.