م.جاهد: د طبیعي پېښو د زیانمنو لاسنیوي لپاره شته امکانات کاروو

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د پرونیو سېلابونو له زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې ا.ا به خپل ټول امکانات د یادو زیانمنو د لاسنیوي لپاره وکاروي. هغه له افغانانو هم غوښتي چې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره لاسونه را بډ وهي.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په دغه سازمان کې د فلسطین غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په دغه سازمان کې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین بشپړ غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه.
دغه سازمان په خپل پرېکړه‌لیک کې لیکي چې فلسطین د ملګرو ملتونو سازمان د غړیتوب وړتیا لري او له امنیت شورا یې غوښتي چې د فلسطین غوښتنه بیا هم وارزوي.

د کرنې وزارت سږ کال د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي

په افغانستان کې له اوږدې وچکالۍ وروسته سږنی پسرلی له ډېرو بارانونو سره پیل شوی دی. دغه اورښتونه چې په تېره میاشت کې پیل شوي، نن او سبا یې هم د هېواد په لږترلږه ۲۲ ولایتونو کې د اورېدو اټکل شوی دی. دغو بارانونو د غنمو په حاصلاتو کې چې د افغانستان مهم کرنیز محصول دی، د زیاتوالي هیلې را ټوکولې دي.

کاپیسا کې د «ندای حقیقت» په نوم راډیو فعالیت پیل کړ

د دې راډیو د امتیاز خاوند سعدالله صالحي وايي، راډیو به یې شپاړلس ساعته نشرات ولري او خبري، کلتوري، اسلامي، ښوونیزې او روغتیايي خپرونې به په‌کې خپرېږي.
نوموړی وايي، د راډیو پر جوړولو یې شل زره ډالر لګوي او د کابل په شمالي ولایتونو کې به نشرات کوي.

د خوړو پروګرام: پر خوارځواکۍ د هرو درېوو اخته ماشومانو یوازې د یوه ملاتړ کولای شووو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وايي، پر خوارځواکۍ د هرو درېوو اخته‌ افغان ماشومانو له ډلې یوازې د یوه هغه ملاتړ کولای شي.
دغه پروګرام نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې تر اوسه په افغانستان کې درې میلیونه ماشومانو پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د ښځو لاسي‌صنایعو د پلور سوړ بازار؛ «پخوا به بهرنیان راتلل او پېرودونکي مو درلودل»

 د هېواد د شمال په پنځو ولایتونو کې ۲۲صنعت‌کارو او سوداګرو مېرمنو سلام‌وطندار سره د مرکو په ترڅ کې ویلي چې کاروبار یې بازار نه‌لري.

یادو مېرمنو خپلو مرکو کې اندېښنه څرګنده کړې چې د لاسي صنایعو عاید یې کم دی، خو په وینا یې، اړ دي د خپلې کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره پر دې کار ځان بوخت وساتي.

خوست کې د «تلاسیمیا ناروغۍ» د درملنې هېڅ دولتي روغتون شتون نه‌لري

د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر «تلاسیمیا ناروغۍ» ۱۰۰۰ ماشومان اخته دي او د درملنې لپاره یې هېڅ دولتي روغتیايي مرکز هم نه‌لري. نوموړي وويل چې خوست کې د دې ناروغۍ درملنې يوازې یو خصوصي مرکز شته او په دولتي کچه به هم امکانات برابر کړي.

غزني کې د «جُلدي ناروغیو» ډېرېدو ښځې اندېښمنې کړي

د غزني د لرې پرتو سیمو یو‌شمېر مېرمنې وايي چې د ناڅرګنده لاملونو له امله پر یو ډول جلدي ناروغیو اخته شوې دي.

د یاد ولایت د خوګیاڼیو ولسوالي اوسېدونکې شهناز چې غزني ښار ته د خپلې جلدي ناروغي د درملنې لپاره راغلې، سلام‌وطندار ته وايي، له دې سربېره، خور یې هم پر دې ناروغي اخته شوې.

د کړکین درې اوسېدونکي: سړک او کلینیک نشته او د اړیکې لپاره غره ته پورته کېږو

د پکتیا د میرزکې ولسوالي «کړکین دره» چې شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ په‌کې ژوند کوي، اوسېدونکو یې په لومړي ځل دې سیمې ته د سړک لپاره د لارې د هوارېدو چارې پیل کړې دي.

د یادې سیمې اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت او اشر په مرسته دې سیمې ته د سړک د تېرېدو هڅې کوي.

د لوګر والي: چینایان دې ژر تر ژره د عینک کان استخراج پيل کړي

د سرپرست حکومت د کابینې یوشمېر غړي، د چین سفیر او د لوګر محلي چارواکو له عینک کان څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې پرمهال د لوګر ولایتي چارواکو د «ام‌سي‌سي» چینایي شرکت له مسوولانو غوښتنه چې ژر تر ژره د عینک کان د مسو استخراج عملي چارې پيل کړي.

د ملګروملتونو یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې لپاره کابل ته راغلی

افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر «یوناما» سلام‌وطندار ته په یوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ملګروملتونو په مالي او اداري  چارو کې د مشورتي کمېټې یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې په موخه کابل ته راغلی دی. د دوی په وینا، یوناما د وروستیو کلونو پرمهال پر دې نه‌ده بریالۍ شوې چې خپلې دندې په سمه توګه پرمخ بوځي.

لوګر کې یوشمېر وسلې او مهمات نیول شوي

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو چارواکي وایي چې د کشفي او استخباراتي راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو په څرخ، بره‌کي برک او ازرې ولسوالیو کې عملیات کړي او یوشمېر وسلې او مهمات یې نیولي دي.

حیدراباد نن ای‌پي‌اېل کې له لکناو سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ۵۷مه لوبه کې نن مازدیګر «لکناو سوپر جاینټز لوبډله له سنرایزرز حیدراباد» لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ «چهار‌شنبه د مې ۱۹مه» د حیدراباد په کورني لوبغالي «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.