
د هرات د بازار ۹۰ سلنه سبزيجات له شنوخونو تامینېږي
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دا مهال دغه ولایت کې له څلور زرو څخه زیاتې شنې خونې فعالې دي

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دا مهال دغه ولایت کې له څلور زرو څخه زیاتې شنې خونې فعالې دي

له یو میاشتني ځنډ وروسته چې تورخم دروازه بیرته د راستنېدونکو پرمخ پرانستل شوه، له دې لارې په ورځني ډول له زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنیږي.
د تورخم عمري مېشت غالي مسوولان وایي، کمپ کې د راستنو شویو لپاره اسانتیاووې برابرې دي، خو د ګڼې ګوڼې او د نړیوالو موسسو د پرسونل کمښت له امله ورته رسېدنه ستونزمنه ده.

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې د کرک په نوم ۲۲ مرغان چې له سرغړوونکو کسانو څخه ضبط شوي وو، بېرته طبیعت

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هرمز تنګي کې د تګراتګ پر محدودیتونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو سمندري تګراتګ حقونه باید په بشپړه توګه بېرته عادي شي.
د نوموړي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دې مهمې لارې د وضعیت په اړه «ډېره ګډوډي» رامنځته شوې ده.

د غزې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال د اکتوبر له اعلان شوي «اوربند» راهیسې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې څه باندې ۷۸۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران به هرومرو خبرو اترو ته کښېني او که دا کار ونهکړي، له داسې ستونزو سره به مخ شي چې «مخکې یې نه دي لیدلي.»

تمه کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس نن سهشنبه د ثور لومړۍ / اپرېل ۲۱ اسلاماباد ته سفر وکړي.
د «اکسیوس» خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه سفر ایران سره د ډیپلوماټیکو خبرو پر مخ وړلو او د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د پایته رسولو او د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ممکنه حل لارو د څېړلو په موخه ترسره کېږي.

د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې په شاوخوا ۱۵ جریبه ځمکه د قطار په ډول غنم کرل شوي. دغه اقدام د دې ولایت د کرنې،

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو او مېشتو له لوري د بریدونو له امله د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۱۱۵۱ کسانو ته رسېدلی او تر ۱۱,۸۸۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې امریکا له خپلو پخوانیو تجربو څخه زدهکړه نهده کړې او د همدې تګلارې دوام به هېڅکله مثبتې پایلې رامنځته نه کړي.
نوموړي د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن «زیات غوښتنې، د دریځونو بدلون او فشارونه» د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم هڅې زیانمنوي.

د ایران قضايي چارواکو اعلان کړی چې دوه کسان یې، د اسراییلو د استخباراتي ادارې «موساد» سره د همکارۍ او د هېواد دننه د بریدونو د پلانولو په تو، اعدام کړي دي.
د قضايي قوې اړوند خبري اژانس میزان راپور ورکړی، دغه کسان چې محمدمعصوم شاهي او حامدولیدي نومېدل، د یوه جاسوسي شبکې غړي ګڼل کېدل چې له موساد سره یې اړیکې لرلې.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیون افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
دغه سازمان نن دوشنبه د حمل ۳۱ / اپرېل ۲۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې نړیوال د اذربایجان باکو ښار کې د مسکن په اړه د خبرو په حال کې دي، خو د افغان کورنیو لپاره دغه اړتیا بېړنۍ ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبیکستان په بلنه د صنعت نړیوال نندارتون INNOPROM Central Asia کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته سفر کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه نندارتون د صنعت او ټکنالوژۍ پراختیا او د پانګونې په برخه کې د همکاریو په موخه ترسره کیږي.

د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې په پروان کې یې د ناقانونه ښکار د مخنیوي د هڅو پرمهال سلګونه مرغان بېرته طبیعت ته خوشې کړې دي.

د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د پایپونو یوه تولیدي کارخونه د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې خپل فعالیت پیل کړ چې د سیمهییزو چارواکو او صنعتکارانو په باور به د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا او د کارموندنې په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.

د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه د روان کال د حج د سفرونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.
د ارشاد، حج او اوقاف ریاست مسوولان وايي چې د شمال او شمالختیځ زونونو په لومړي پرواز کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان پر لور روان شوي دي.