ایران امریکا ته: کلابندي ختمه کړئ، ګنې عمان سمندر به مو هدیره شي

د ایران یوه لوړپوړي چارواکي امریکا ته خبرداری ورکړی چې د ایران د بندرونو پر وړاندې روانه کلابندي دې پای ته ورسوي، کنه نو، د عمان سمندر به د امریکايي ځواکونو هدیره شي.

د ایران د مصلحت تشخیص شورا غړي او د سپاه پاسداران پخواني قوماندان محسن رضايي دولتي ټلوېزیون ته ویلي چې د ایران پوځ د هر ډول نورو نښتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

بلخ کې د ۱۵۰میلیونه افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړېږي

دغه سوداګریز مرکز د یوه افغان پانګه‌وال له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې جوړېږي. د معلوماتو له مخې، دا درې پوړیز مارکېټ به د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند پر څه باندې ۲۵۰۰ مربع متره ځمکه جوړ شي.

د یادې پروژې مسوول محمداصف مهمند ویلي، هڅه کوي چې د دې مارکېټ د جوړولو چارې تر یوه کال کم وخت کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

پر روسیې د اوکراین برید؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

د روسیې پلازمېنې مسکو په ګډون د یاد هېواد پر ګڼو سیمو د اوکراین د ډرون بریدونو له امله څلور کسان وژل شوي دي.

روسي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي. درې کسان د مسکو اړوند سیمه کې وژل شوي او یو بل کس د بلګورود په ښار کې چې د اوکراین پولې ته نږدې پروت دی، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عصري کرنیزې ماشينرۍ تشه؛ ارزګان کې کروندګر د ملاتړ غوښتنه کوي

ارزګان کې یو شمېر کروندګر وايي، د اقلیمي بدلونونو، پرله‌پسې وچکالۍ او د عصري کرنیزو وسایلو د نشتون له امله د کرنیزو حاصلاتو کچه راکمه شوې او د تولید بهیر جدي ستونزو سره مخ دی.

دوی وویل، د عصري کرنیزې ماشينرۍ برابرول کولی شي د کرنیزو تولیداتو ارزښت لوړ، اقتصادي وضعیت پیاوړی او د خوړو په برخه کې د ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.

پنجشېر کې د بیروج کانونو د استخراج چارې پیل شوې

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون وايي، د اقتصادي ځان‌بساينې او ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو په موخه د مرکز بازارک اړوند سیمو کې د بیروجو کانونو رسمي استخراج پیل شو.
هغه وویل، عنابه او آبشار ولسوالیو او مرکز بازارک کې د بیروج ۱۰ کانونه تثبیت شوي.

د بلوچستان بریدونو کې یوه پولیسه او یو شاعر وژل شوی

د بلوچستان په تربت او نوشکي سیمو کې د وسله‌والو بریدونو پرمهال یوه ښځینه پولیسه او د براهوي ژبې یو شاعر په ډزو وژل شوي او یو شمېر کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه ښځینه پولیسه تېره ورځ خپلې کورنۍ سره د بلوچستان تربت ښار ته روانه وه چې وسله‌والو د «اپسر څیړنیز فارم» ته نږدې په نښه کړه.

د ټرمپ د سفر پای؛ پوتین چین ته سفر کوي

چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر وروسته، ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۰مې چین ته رسمي سفر وکړي.

د کرملین د اعلامیې له مخې، پوتین او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ به د مسکو او بیجینګ ترمنځ د هر اړخیزې ملګرتیا او ستراتیژیکو همکاریو د لاپیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

پر غزې بریدونه؛ ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۷ ټپیان دي

د غزې د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا د راپور له مخې، روغتونونو ته د ۱۳ وژل شویو جسدونه وروړل شوي چې په‌کې یو کس د پخوانیو ټپونو له امله مړ شوی و.

د ډېر عاید تمه؛ ځوانان څنګه د انلاین پانګونو لومه کې ښکېل شول؟

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۲۵ ځوانانو سره د سلام‌وطندار د خبرو موندنې ښيي چې ډېری یې په انلاین پلټ‌فارمونو او شبکه‌يي بازار موندنې شرکتونو کې له پانګونې وروسته، د خپلې پانګې یوه برخه یا ټوله له لاسه ورکړې؛ پرته له دې چې ژمنه شوې ګټه ترلاسه کړي.

اسراییل د لبنان سویل کې د ۹ سیمو اوسېدونکو ته د تخیلې امر کړی

د اسراییل پوځ د لبنان سویل کې د ۹ نورو ښارونو او کلیو له اوسېدونکو غوښتي چې خپل کورونه تخیلیه کړي.

د راپورونو پراساس، د اسراییل پوځ دغو کسانو ته چې په ټاکل شویو ښارونو او کلیو کې ژوند کوي نن شنبه خبرداری ورکړی چې له بریدونو وړاندې له دغو سیمو ووځي.

د ښځو بېکاري؛ د اقتصادي خپلواکۍ له لاسه ورکول او رواني فشارونه

له هغو ۲۰ ښځو سره چې تر بېکارۍ مخکې یې عاید درلود، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې هغوی به د خپل شخصي لګښت ترڅنګ د کورنۍ په اقتصادي اړتیاوو کې هم ونډه لرله؛ خو اوس بېکارۍ ټولې هغوی یوه ګډ برخلیک، یانې تړلي‌ پاتې کېدو سره مخ کړي.

یو اسراییلي سرتېری د حزب‌الله برید کې وژل شوی

د اسراییل پوځ یو سرتېری تېره شپه د لبنان سویل کې د حزب‌الله برید کې وژل شوی.

د اسراییل پوځ نن جمعه د ثور ۲۵ / مې ۱۵ ویلي، تر اوربند وروسته د لبنان په سویل کې د وژل شویو سرتېرو شمېر یې ۶ ته لوړ شوی.