
تخار؛ د طالبانو برید کې ۷۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي
تخار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، تېره شپه د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ «سپینجومات» سیمه کې نږدې ۷۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو د سرېقطعې کمین کې وژل شوي دي.

تخار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، تېره شپه د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ «سپینجومات» سیمه کې نږدې ۷۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو د سرېقطعې کمین کې وژل شوي دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګرۍ کې ویزو پسې ورغلې ۱۱ مېرمنې د ډېرې ګڼېګوڼې له کبله مړې شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، دغه شمېر مړي او ټپيان د چهارشنبې په سهار جلالاباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د باميانو ولايت د امنيې قومندانۍ مسوولان وايي چې یکهولنگ ولسوالۍ کې يوه کس د خپلې ۳۵ کلنې مېرمنې سر پرې کړی دی.
د ياد ولايت جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمدموسی امامي سلاموطندار ته وايي، قاتل تښتېدلی دی او په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن په کابل کې ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانيست. عثماني د دغه مرکز جوړول یو ښه ګام وګاڼه او ويې ويل، دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا غړيو نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د وزارتونو د سرپرستۍ چارو تنظیمونو قانون بې مانا دی او هېڅ ډول اجرايي ضمانت نه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اندېښنه ښيي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان د کورنیو جګړو ګواښ سره مخ کېدلای شي.
حمدالله محب یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان دولت هم سولې او هم جګړې ته چمتووالی نیسي او په ټول توان هڅه کوي چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي.

د وردکو د ولایتي شورا غړی شریفالله هوتک وايي، د سېشنبې په ورځ جلرېز ولسوالۍ نه د ملکي وګړيو دوه موټر چې یو فلنکوچ ډوله او بل سراچه ډوله موټر وو، د مرکز میدانښار اړوند «بسراق» سیمې نه تېرېدل د سړک غاړې په خښ شوي ماین ور برابر شوي دي.

د شمالي اتلانتیک تړون يا ناټو یوه اعلامیه کې ویلي، ياد سازمان او غړيو هېوادونو يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۲۰۲۱ م کال د ملاتړ لپاره پر خپلو مالي ونډو خبرې کړي او ټولو تایید کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر له لوري ۱۰۰ ولسواليو ته د ۱۰۰ امنيې قومندانانو معرفي کولو په غبرګون کې ويلي چې د ولسمشر له لوري دغه کړنه د افسرانو د اصلي اصولو پر خلاف عمل دی.

په کابل ښار کې د وسلهوالو غلاوو او جنايي جرمونو زیاتېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ پرېکړه وکړه چې د دغه ښار د امنیت ټینګول د لنډې مودې لپاره لومړي مرستیال امرالله صالح ته ورسپاري.

ارګ ويلي په هلمند او غور کې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې دوی د افغان د ولس له نېک او صادقانه نیت نه ناوړه ګټه اخیستې او خپلې ناروا جګړې ته یې دوام ورکړی دی.
د ولسمشر وياند صديق صديقي نن پر خپله ټوېټر پاڼه ليکي چې طالبانو د دولت او ملت پر وړاندې خپلو وحشیانه او ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی سلاموطندار ته وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو «۰۲قطعې» د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د اخندزاده ګانو کلي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې پايله کې يې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو مسوول نیولی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري یوځل بیا د کونړ په مرورې ولسوالۍ ۱۶ د هاوان مرمۍ توغول شوي چې له کبله یې یوه ماشومه وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان شوي دي.

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو هغه څرګندونې رد کړې چې ويلي يې دي امريکا په هلمند کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي چې په دې کار سره يې د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه نقض کړې ده.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن تهران ته لاړ. عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې دوه ورځني سفر کې به چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه دی، له ایراني لوړ پوړو چارواکيو سره خبرې اترې وکړي.

له دې وروسته بې اسنادو موټر ظبط کېږي او له قانوني کولو وروسته د پولیسو یا د شهیدانو د کورنیو په واک کې ورکول کېږي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه نن سهار په امنیتي غونډه کې شوې.