د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل؛ معترضې نجونې: زده‌کړه‌ مو حق دی

یو‌شمېر نجونو نن یکشنبه د لړم اتمه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل‌کېدو په غبرګون کې اعتراض کړی.

دغه نجونې چې په یوه نامعلومه سرپټي ځای کې سره ټولې شوې وې، د ښوونځیو د تړل‌کېدو او د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو زده‌کړیالانو د شړلو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

«د اسلامي امارت یوه غړي د پخواني ولسمشر کور غصب کړی»

د پخواني ولسمشر ورور حشمت غني احمدزی وایي چې د اسلامي امارت یوه لوړپوړي چارواکي ابراهیم حقاني د پخواني ولسمشر محمداشرف غني کور غصب کړی دی.
هغه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، سره له دې چې څو ځله یې د اسلامي امارت یوه چارواکي ابراهیم حقاني ته خبر ورکړی چې د پخواني ولسمشر کور خوشې کړي، خو په وینا یې، خبره یې نه ده اورېدل شوی.

د صرافانو ټولنه: له هېواده د ډالرو قاچاق زیات شوی

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مسوولان وايي چې د تېرو څلورو میاشتو په پرتله، اوس له هېواده بهر د ډالرو قاچاق زیات شوی دی.
د دې ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک نن سلام‌وطندار ته په دې اړه ویلي: «د تېرو څلور میاشتو په پرتله د ډالرو قاچاق زیات شوی او که مخه یې ونه نیول شي، د هېواد په بازارونو کې به د افغانۍ پر ارزښت او د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو اغېز وکړي.»

دایکندي کې د دوو موټرو چپه کېدو نهه کسان مړه او ۱۳ ټپیان کړي

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې په میرامور ولسوالي او د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومانداني ویاند غلام‌علي جاوېد سلام‌وطندار ته ویلي چې په لومړۍ پېښه کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

نړیوال جام؛ نیوزیلنډ سریلانکا مات کړ

د اسټرالیا په کوربه‌‌توب د روان ۲۰۲۲ کال د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د نیوزیلنډ او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو لوبه وکړه چې نیوزیلنډ لوبډله بریالۍ شوه سریلانکا ته د ۶۵ منډو په توپیر ماته ورکړي.

د ترکیې یو بنسټ د ۲۵زره ډالرو په ارزښت هېواد کې پنځه دیني مدرسې جوړوي

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي.

د پوهنې وزارت نن (شنبه، لړم اوومه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه وزارت او د «ایدیف» په نوم د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پنځو دیني مدرسو د جوړېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

کندوز کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ او وروسته یې ځان وژلی

کندوز ښار کې ولسي سرچینې وايي چې د ښار اړوند د خان‌اباد بندر سیمه کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ او وروسته یې ځان‌ وژل دی.

سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه دوه ورځې وړاندې د لړم پر څلورمه نېټه د کندوز ښار اړوند خان‌اباد بندر سیمه کې رامنځته شوې ده.

فرهاد دریا افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانېستو لپاره کمپاین پیل کړی

یوه نوموتي افغان سندرغاړي فرهاد دریا له هغه وروسته چې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو تړل کېدو ۴۰۰ ورځې تېرې شوې، د دغو ښوونځیو د پرانېستو لپاره کمپاین پیل کړ.
هغه وايي، د کمپاین موخه یې افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدل او د دې لپاره غږ اوچتول دي.