Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې یوه ځوان په خپلو لاسونو د «قران‌کریم» لومړۍ سپاره لیکلې

۲

د زابل مرکز کلات ښار اړوند د کاکړانو چینې سیمې اوسېدونکي خيالمحمد حقمل د «قران‌کریم» لومړۍ سپاره په خپلو لاسونو لیکلې ده.

خیال‌محمد حقمل سلام‌وطندار ته ویلي، هوډ لري چي ټول قران کریم په لاس ولیکي، خو په وینا یې، امکانات یې کم دي او د یاد ولایت له مسوولانو او اوسېدونکو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي نن په خپل لاس لیکلې د قران کریم لومړۍ سپاره د یاد ولایت د فرهنګ او ګرځندوی امریت ته وسپارله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر عبدالولي بشرمل یاد امریت ته په لاس د قران د لومړۍ سپارې د لیکل شوې نسخې د تسلمېدو پرمهال ویلي، دغه ځوان ته به د ټول قران د لیکلو په برخه کې امکانات برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام