ډنډپټان کې سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی

د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو نن په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستان پر ضد لاریون کړی چې لا هم روان دی. دغه لاریون په یاده ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو له لوري د ملکیانو پر کورونو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی. لاریون کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له خپل تیري لاس واخلي.

یونیسف راروان ژمي کې ۱۱۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره نغدي مرسته کوي

 د ژمي په رانږدې کېدو سره افغانستان کې د بشري ناروین د ژورتیا په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي، راروان ژمي کې به له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي. دا په داسې مهال دی چې پرون د سره صلیب نړیوال کمېټې ویلي، افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د کابل ښار چاودنه کې دوه کسان وژل شوي

د کابل امنیتي مسوولانو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په «پروان‌سه» سیمه کې چاودنه تایید کړه.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته ویلي چې دې چاودنه کې یو کرولا ډوله موټر په نښه شوی دی.

افغانستان کې په خپل سر د انټي‌بیوټیکو کارېدل؛ د روغتیا سازمان: ناوړه پایلې لري

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان برخې د مېکروبونو ضد او انټي‌بیوټیک درملو د کارونې په اړه د پوهاوي ورکولو اوونۍ په مناسبت پر ټویټر لیکلي: «د انټي‌بیوټیک ډېر کارول د انسانانو په بدن کې د مقاومت جوړولو لامل کېږي او افغانستان کې په بې‌مخینې توګه د انټي‌بیوټیکو کارول د انسانانو روغتیا ته ګواښ پېښوي.»

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ «د افغانستان نیمايي ټلوېزیونونو خپل نشرات درولي»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی نن د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان ۵۰ سلنه ټلوېزیونونو خپل نشرات درولي دي.
د نومبر یوویشتمه د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په نوم یادېږي او د تېرو کلونو پر مهال به دا ورځ افغانستان کې هم په ځانګړو مراسمو نمانځل کېدله.

د ا.ا ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښتې؛ ډنډپټان کې سلګونو کورنیو خپلې مېنې پريښي

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له تېرو نهو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ درې ځلې پرله‌پسې وسله‌واله نښتې شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ملېشو له لورې د ملکیانو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه هم شوي چې له امله یې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.